Dec 22, 2023 15:41 Asia/Kabul
  • د سویلي کوریا، جاپان او امریکا درې اړخیز تمریناتو ترسره کېدل

سویلي کوریا، جاپان او امریکا ګډ هوايي تمرینونه ترسره کړل. ویل کېږي چې دا تمرین د کوریا ټاپو وزمې په آسمان کې د شمالي کوریا د بین البراعظمي بالستیک توغندي د آزموینې په غبرګون کې شوی دی.

په هرصورت، درېیو هېوادونو په دې وروستیو کې د شمالي کوریا د توغندیو د خبرتیا د معلوماتو شریکولو سیسټم فعال او د درې اړخیزو تمرینونو لپاره یې څو کلن پلان تصویب کړ. دا چې آیا د توکیو، واشنګټن او سئول دا ډول کړنې، د پیونګ یانګ د توغندیزو فعالیتونو پر وړاندې خنډ کېدای شي او که نه، د پوځي او امنیتي چارو شنونکي منفي ځواب ورکوي، ځکه، شمالي کوریا د امریکا او د هغې د متحدینو دغه ډول لنډ، منځني او اوږد مهاله پلانونه، د خپل ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼي او د خپل دفاعي ځواک د پیاوړي کولو لپاره، د توغندیو پروګرامونو ته وده ورکوي.

د نړيوالو چارو کارپوه، لي وان تيي په دې اړه وايي:

"داسې ښکاري چې امریکا په دې لټه کې ده چې د کوریا ټاپو وزمه د سوه دیګ په څېر د جوش نقطې ته ورسوي، داسې چې شمالي کوریا هغه لور ته بوځي ترڅو یو  غلط اقدام ترسره کړي، او یا پیونګ یانګ د جاپان او سویلي کوریا پر وړاندې خپل ستراتیژیک صبر پای ته ورسوي او سیمه د جګړې او کړکېچ پر لور ولاړه شي."

له همدې امله، پیونګ یانګ په پرلپسې ډول د امریکا پاروونکي اقدامات، په ختیځه آسیا کې د لا زیات کړکېچ لامل ګڼلي او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د سویلي کوریا او امریکا د پوځونو د ګډو ځواکونو د لوی درستیز په وینا چې د JCS په نوم پېژندل کېږي، دوی پرته له دې چې د شمالي کوریا دې خبرداري ته پام وکړي، د جاپان په ګډون د سویلي ټاپو په ختیځ او د جیجو اوبو په اوږدو کې درې اړخیز تمرین ترسره کوي​​. هغه ځای کې چې د سویلي کوریا او جاپان د هوایي دفاع کشفي ساحې پراخېږي. په داسې حال کې چې شمالي کوریا د امریکا او د هغې د متحدینو تر بندیزونو لاندې ده، د دې پوځي پرمختګونه په ځانګړې توګه د توغندیو پراختیا، امریکا یې سخته اندېښمنه کړې ده. ځکه چې په عملي توګه په پوځي برخه کې، دغه بندیزونه د واشنګټن له تمې سره برابر موثریت نه لري.

له همدې امله، امریکا پر پیونګ یانګ د لا زیاتو فشارونو د راوستلو لپاره، د شمالي کوریا د توغندیو د صنعت له ودې څخه د بهانې په توګه کار اخلي. د شمالي کوريا د بالستيک توغندي وروستۍ آزموينې، په حقيقت کې د شمالي کوريا د توغندويي پروګرامونو د بندولو لپاره د امريکا او د هغې د متحدينو ټولې تګلارې باطلې کړې او دا يې وښوده چې دغه هېواد د خپل دفاعي ځواک د پياوړتيا لپاره، له خپل ټول توان څخه کار اخلي.

د نړیوالو چارو کارپوه کنسوکه تاکایاسو مابا (Kensuke Takayasu Maba)، په دې اړه وايي:

" جاپان او سویلي کوریا د شمالي کوریا پر وړاندې په داسې حال کې له امریکا سره متحد شوي، چې دوی د شمالي کوریا د احتمالي توغندیو پر وړاندې خورا زیان منونکي دي او کېدای شي د توغندیو په شخړه کې له منځه ولاړ شي.

په هرصورت، د سویلي کوریا د اعلامیې له مخې، د امریکا او جاپان سره د ګډ هوایي تمریناتو د ترسره کولو موخه د درېیو هېوادونو د ظرفیتونو پیاوړتیا ده، ترڅو د شمالي کوریا اټومي او توغندیو ګواښونو ته ځواب ووايي. په همدې حال کې، پیونګ یانګ د کوریا په ټاپو وزمه کې د کړکېچ لامل امریکا ګڼي او په سیمه کې یې د امریکا د پوځي کولو د پایلو په اړه څو ځلې خبرداری ورکړی دی.

ټیګونه