«مسیح تر کنډولو لاندې دی»
Dec 26, 2023 07:30 Asia/Kabul
خراسان ورځپآڼه: د صهیونیسټي رژیم پوځ سترې کندې کیندلې دي او په لس هاؤ فلسطیني ښاریز یې په کښې ژوندي ورغورځولي او بیا یې په ډزو سره وژلي او په بلډوزرونو یې پرې خاورې اړولې دي.
د تهران ورځپاڼو په سر کښې «خراسان» راخلو چې په یو مهم سرټکي کښې یې لیکلي دي: «د جنګ د ډګر په هکله د سنوار رپورټ»
د دغه خبر په تفصیل کښې لولو: په داسې حال کې چې د صهیونیسټي رژیم چارواکي ادعا کوي چې په غزه کښې د هغوي جنګ د حماس د نسکورولو په هدف ترسره کیږي، خو په غزې د دغه رژیم له یرغل څخه د ۸۱ ورځو په تیریدو سره ثابته شوې چې نیواکګر پوځ له مقاومتي ځواکونو سره نه بلکې له ولسي خلکو سره جنګیږي. صهیونیسټي پوځ د غزې د لسګونو زرو اوسیدونکو په شهادت او ټپي کولو سره سره له دې جنایتونو او وینو تویولو څخه راضي نه دی او د فلسطینیانو اعدامول یې په ایجنډا کې ځای کړي دي.
په همدې لړ کښې د غزې د روغتیا د وزارت ویاند اشرف القدره تیره اونۍ له الجزیرې سره په مرکه کښې صهیونیسټي ځواکونه په جبالیه او تل الزعتر کیمپونو کښې په ګڼو وحشیانه قتل عامونو تورن کړل. القدره وویل چې د اسرائیلو پوځ په لسهاؤ ملکي وګړي په سړکونو کښې د هغوي د کورنیو د سترګو په وړاندې اعدام کړي او وژلي دي. د غزې حکومتي رسندوي دفتر هم ویلي چې داسې اسناد یې راغونډ کړي چې ښودنه کوي صهیونیسټي پوځ په غزې او شمالي سیمو کښې له ۱۳۷ زیات ملکي وګړي اعدام کړي دي.
په دې خبرپاڼه کښې راغلي دي: د صهیونیسټي رژیم پوځ سترې کندې کیندلې دي او په لس هاؤ فلسطیني ښاریز یې په کښې ژوندي ورغورځولي او بیا یې په ډزو سره وژلي او په بلډوزرونو یې پرې خاورې اړولې دي.
حماس په سیمه کښې د نیواکګرو د جنایتونو او اعدامونو د څیړلو لپاره د نړیوالو ټیمونو د جوړیدو غوښتنه کړې ده. اخوا په المغازی کیمپ کښې د صهیونیسټی رژیم د پوځ په بمبارۍ کښې څه دپاسه ۹۵ فلسطینیان شهیدان شول.
له بلې خوا په غزې تړانګه کښې د حماس مشر یحیی سنوار په تیرو دوو ورځو کښې د دغه غورځنګ د سیاسی دفتر مشر او غړیو ته یو مهم او اوږده لیک استولی او په ترڅ کښې یې د حماس لاسته راوړنې وستایلې. د قسام کنډکونو په غزې تړانګه کښې له صهیونیسټی پوځیانو سره په بې ساري جنګ کښې هغوي ته د سختو ګوزارونو او تاوانونو اړولو ته اشاره کړې ده.
حماس ته نږدې سرچینو ټینګار کړی چې په دغه لیک کې سنوار ویلي چې پر غزې د صهیونیسټي دښمن د ځمکني برید په ترڅ کې د قسام کنډکونو شاوخوا پنځه زره اسرائیلي افسران او پوځیان په نښه کړل چې یو پر دریمه برخه یې ووژل شول، یو پر دریمه برخه یې سخت ژوبل شول او دریمه برخه نور یې هم د تل لپاره معیوب شول.
*/*/*/*
له تهرانه چاپیدونکې ابرار ورځپاڼې بیا د خبل اول مخ په یو خبر کښې لیکلي دي: انګلستان د سپاه له ترهګر بللو سره خپل مخالفت اعلان کړ.
خبر زیاتوي چې د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ټیلیګراف ورځپاڼې ته په مرکه کښې څرګنده کړه چې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران ځړاک د «ترهګر» بللو له طرحې سره مخالف دی.
همدې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د ملګرو ملتو له قوله لیکلي دي: د غزې د جنګ سره سره «کرسمس مبارک» هیڅ معنا نه لري.
په خبر کښې راغلي چې د ملګرو ملتو د فلسطیني کډوالو آژانس وویل: زمونږ ۱۴۲کارکوونکي په غزه کښې وژل شوي دي. په دې سخت پړاؤ کښې د هغو کسانو لپاره چې خپلوان او کورنۍ یې وژل شوي او له سخت غم او خفګان او د خپلو کورونو له کنډولو سره مخامخ دي، د کرسمس مبارکي هیڅ معنا نه لري.
دغه آژانس ویلي دي: زمونږ ډلې په غزه کښې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ناممکن کارونه ترسره کوي. مونږ په غزه کښې د خپلو وژل شویو همکارانو په غم غمجن یو.
دا خبرپاڼې پس له هغې خپره شوه چې د ملګرو ملتو امنیت شورا د صهیونیسټي رژيم له خوا د جنګ په دوام کښې د امریکې له سپینې راې سره سره، غزې ته د لازیاتو مرستو د لیږلو لپاره یو پریکړه لیک تصویب کړ.
«مسیح تر کنډولو لاندې دی»
دا د ابرار ورځپاڼې د اول مخ د یو بل خبر سرټکی دی چې په دوام کښې یې لیکلي دي: فلسطیني پادري منذر اسحاق وویل چې فلسطینیان د هغو کسانو هیڅ عذر او پلمه نه مني چې په غزه کښې په روانې نسل وژنې کښې شریک دي.
د نیواکي لویدیځې غاړې په تاریخي بیت لحم ښار کښې د پروټسټانو د کلیسا مسئول دا څرګندونې د کرسمس په دستورو کښې، په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په هکله وکړې.
اسحاق چې خپله وینا یې د «عیسی تر کنډولو لاندې دی» په جملې پیل کړه، وویل: مونږ قهریدلي او ځوریدلي یوو او په کرسمس کښې د خوشالۍ په ځاې عزاداري کوو. هغه څرګنده کړه چې په غزه کښې له ۲۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي، زرګونو لا تر کنډولو لاندې ګیر دي او تقریباً ۹ زره ماشومان په ډیره بوږنونکې توګه قتل شوي دي. دغه فلسطیني پادري همداشان یادونه وکړه چې ۹۱ میلیون کسان بې کوره شوي او د لکونو خلکو کورونه ویجاړ شوي دي.
منذر اسحاق وايي: کومه غزه چې مونږ پیژندله، اوس نشته. دا یوه نسل وژنه ده. دنیا یې ننداره کوي، کلیساګانې یې په تماشه دي. د غزې خلک د خپلې وژل کیدنې ژوندۍ او لایو ویډیوګانې خپروي خو څوک ورته پام نه کوي. خو سره د دې دومره ستر تاوان به مونږ فلسطینیان دوباره ښه شو. یوځل بیا به د تل په شان راپورته شو. خو هغه کسان چې په دې جرم کښې شریک دي، افسوس پرې کوو. درته وایوو چې مونږ له نسل وژنې وروسته ستاسو پلمې نه منو. د راتلونکي وخت په هکله فکر وکړئ او هر کس له ځانه دا پوښتنه وکړئ «کله چې په غزې کښې نسل وژنه روانه وه، زه چرته وم؟»
*/*/*/*/
د تهران چاپ جوان ورځپاڼې بیا په سوریې کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د یو قومندان د شهاد خبر راخیستی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: سردار سید رضي موسوي شهید شو.
د خبر په تفصیل کښې راغلي چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک یوه پوځي سلاکار سردار سید رضي موسوي چې د مقاومت د چورلیز د ملاتړ په حوزه کښې یې په سوریې کښې فعالیت کوه د د دغه هیواد د پلازمینې دمشق په زینبیه سیمې باندې د صهیونیسټ رژيم په پرونۍ هوايي حملې کښې شهید کړی شو.
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي بیګا په دمشق باندې د جنایتکار صهیونیسټ رژیم په توغندوي برید کښې د سرلوړي سردار پاسدار سید رضي موسوي د شهادت په مناسبت د ایران ملت او د اسلامي انقلاب په سپاه پاسداران ځواک کښې د هغه ملګرو مبارزانو ته د تسلیت په ویلو سره ټینګار وکړ چې دغه زړور او شجاع سردار چې د شهید قاسم سلیماني ملګری و په سوریې کښې د اهل بیت علیه السلام د حرم په ساتلو کښې د اسلامي مقاومت د سلاکارۍ کولو او د لوړو اسلامي ایډیالونو د ساتنې په لاره کښې شهید شو او نوم یې تل پاتی شو.
د ایران ولسمشر وویل بې شکه دغه اقدام په سیمه کښې د غاصب صهیونیسټ رژیم د لالهاندۍ، ناتوانۍ او د بې وسۍ بله نښه ده او په پریکنده توګه به د دغه جنایت تاوان ورکړي.
*/*/*/*/*/
د افغانستان مطبوعات:
د افغانستان مطبوعاتو، ایران ته د طالبانو د حکومت د سرپرست وزیر د سفر موضوع ته پوره انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي چې امیرخان متقي ایران ته د سفر په ترڅ کې پرون دوشنبې له مشهد ښار څخه کتنه وکړه.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او مل پلاوی یې د خراسان رضوي ولایت د مشهد ښار ته په سفر کې د دې ولایت له والي یعقوب علي نظري سره په کتنه کې پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون دوشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دواړو خواوو په دې کتنه کې د افغانستان-ایران ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، رېل پټلۍ او د کرڼې په برخو کې د پرمختګ او بازار موندنې په اړه بحثونه وکړل او دواړو لوریو ټینګار وکړ چي په دې برخو کې له رامنځته شویو فرصتونو باید لازمه ګټه پورته شي ترڅو دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت که څه هم نه دي ویلي چې ایا په دې کتنه کې په مشخص ډول په دې ولایت کې د استوګنو افغانانو پر ستونزو هم خبرې شوي چې دوی ورسره مخامخ دي، خو د ضیااحمد په وینا د دې کتنې په پای کې متقي په مشهد کې له مېشتو افغان کډوالو او سوداګرو سره د همکارۍ او لا ښه چلند هیلې څرګندې کړي دي.
متقي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه چې یوه برخه یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد پرون دوشنبې په خپله ایکس پاڼه کې خپره کړې ویلي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ښه شي او د خلکو لپاره د روزګارزمینه برابره شي، خو ترهغو چې دغه شرایط چمتو کېږي، ګاونډي هېوادونه دې افغانان په زوره نه باسي بلکې هغوی دې پرېږدي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه زیاته کړې: "موږ له هغو هېوادونو مننه کوو چې ډېرو افغان کډوالو ته یې ځای ورکړی او غوښتنه کوو چې ورو ورو په تدریج، ډېر باعزته او انساني کرامت ته یې په احترام سره، خپل وطن ته راشي او زمونږ د حکومت کوښښ هم دا دی چې د کډوالو راتګ ته زمینه مساعده شي."
*/*/*/*/*/*
ژباړه او ترتیب: عبدالماجد درانی
ټیګونه