د فلسطین له خلکو د نړۍ د ولسونو ملاتړ دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i144122-د_فلسطین_له_خلکو_د_نړۍ_د_ولسونو_ملاتړ_دوام_لري
فارس خبري اژانس راپور راکړی پرون د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ د ترکیې د عراق د پاکستان د جرمني او د امریکا په شمول د دنیا په بیلابیلو هیوادونو کښې خلک د فلسطین د ولس په ملاتړ کښې واټونو ته راووتل.
(last modified 2024-01-01T21:23:50+00:00 )
Jan 02, 2024 01:48 Asia/Kabul
  • د فلسطین له خلکو د نړۍ د ولسونو ملاتړ دوام لري

فارس خبري اژانس راپور راکړی پرون د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ د ترکیې د عراق د پاکستان د جرمني او د امریکا په شمول د دنیا په بیلابیلو هیوادونو کښې خلک د فلسطین د ولس په ملاتړ کښې واټونو ته راووتل.

د فلسطین غزې تړانګې دوه زره درویشتم میلادي کال په هغه ورانونکي جنګ سره چې د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه پیل شوی پاې ته ورسوه او تیرې یکشنبې ورځ پورې د فلسطین د شهیدانو شمیر کابو دوه ویشت زره تنه اعلان شوی چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

د امریکا په نیویارک ښار کښې پرون د فلسطین د خلکو په ملاتړ او د اسرائیلو پرضد مظاهرې وشوې.

ځايي رسنیو وویل زرګونو خلکو په دغو مظاهرو کښې ګډون وکړ او هغوې د اوربند غوښتنه وکړه او د فلسطین د ازادۍ شعارونه یې ورکړل.

د امریکا په بوسټن ښار کښې هم د فلسطین پلویانو پرون مظاهرې وکړې او هغوې د اوربند غوښتنه وکړه او د فلسطین بیرغ یې ورپوه.

د جرمني په برلین ښار کښې هم د فلسطین یوشمیر پلویانو د اسرائیلو پرضد مظاهرې وکړې.

د ترکیې په استنبول ښار کښې هم زرګونو کسانو پرون د اسرائیلو پرضد مظاهرې وکړې.

په عراق کښې د کریسمس د ونې جنازه  د فلسطین په بیرغونو او مړیو سره وشوه.

د عراق ډیرې عیسایانو د روان میلادي کال جشنونه د فلسطین له غزې سره د پیوستون لپاره لغوه کړل او فیصله یې وکړه چې خپل جشنونه دعا او عبادت ته محدود کړي.

په پاکستان کښې هم حکومت له فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره د نوي میلادي کال په جشنونو باندې بندیز لګولی دی او اسلام اباد کښې اعتراض کونکو فلسطین باید ازاد شي په شعارونو سره مظاهره وکړه.