Jan 02, 2024 05:42 Asia/Kabul
  • جاپان کې له زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی جاپان د دغه هېواد په مرکز کې له ۷ اعشاريه ۶ درجې زلزلې وروسته د سونامي خبرداری ورکړی دی او له دې امله په زرګونو کسان په خوندي ځايونو کې شپه تېروي.

د جاپان کيوډو خبري اژانس له مخې د لږ ترلږه د دوو کسانو د وژل کېدو وېره ده او ښايي په راتلونکو ورځو کې د مرګژوبلې شمېر زيات شي.

د جاپان په څو ښارونو کې په لسګونو ودانۍ نړېدلې دي چې له امله يې نامعلوم شمېر خلک تر خاورو لاندې شوي.

له لومړنۍ زلزلې وروسته شاوخوا ۶۰ ټکانونه ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جاپان دولتي نشراتي ادارې این اېچ کې د اشیکاوا ایالت د نوتو د ساحلي سیمې له اوسېدونکو غوښتي چې ژر له خپلو کورونو ووځي او لوړو ته وخېژي.

د جاپان دولتي ټلویزیون ویلي، د پنځو مترو لوړې څپې د نوتو ښار ته رسېدلي دي.

چارواکو د ګاونډیو نیګاتا او تویاما ایالتونو کې د څونامي خبرداری هم ورکړی او وايي ښايي هلته د اوبو څپې درې مترو ته ورسېږي.

ملي او سیمه ییزو ټلویزیوني شبکو په لویو او روښانه لیکونو کې د "اېستلو" ټکی کارولی او له اوسېدونکو یې غوښتي چې د ژمي له سړې هوا سره سره لوړو سیمو ته ځانونه ورسوي.

خلکو له خپلو کورونو دننه او نورو ځایونو د زلزلې صحنو ویډیوګانې خپرې کړې دي.

د جاپان د اټومي انرژۍ ترټولو لوی چلونکي کانسای الیکټریک ویلي، له زلزلې د اغېزمنو سیمو کې په اټومي بټیو کې "هېڅ غیر معمولي پېښه" نه ده شوې.

ځینې لومړني خپاره شوي انځورونه ښيي چې د زلزلې زیانونه پراخ دي.

د سویلي کوریا د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی، د څونامي څپې ښايي تر ۳۰ سانتي مترو لوړې شي او ښايي نن ماښام د دغه هېواد ختیځو سواحلو ته ورسېږي.

د جاپان د کیوډو خبري اژانس د سیمه ییزو ادراو په حواله راپور ورکړی چې په ایشیکاوا ولایت کې شاوخوا ۳۲۵۰۰ کورونو برېښنا  غوڅه شوې ده.

چارواکو زیاته کړې، د دغه ولایت په ځینو برخو کې ګڼ کورونه نړېدلي دي.

ځینې لومړني خپاره شوي انځورونه ښيي چې د زلزلې زیانونه پراخ دي.

د جاپان حکومت ویاند وايي، خلک د نړېدلو کورونو تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

د جاپان د کابینې لوی سکرتر یوشیماسا هایاشي په یوې خبري غونډه کې د نورو زلزلو د خطر خبرداری ورکړ.

هغه ټینګار وکړ چې چارواکي لا هم د زیانونو په اړه معلومات راټولوي. تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

Image Caption

 

ټیګونه