Jan 03, 2024 04:52 Asia/Kabul
  • د  حضرت فاطمةالزهرا(ع)دنیکمرغه زوکړې کلیزه دې پر ټولو مبارک وي

په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکي د  نړۍ د میرمنو د  بیلګې حضرت فاطمة الزهراد نیکمرغه روکزې  د کلیزې او د  مور او میرمن د ورځې په مناسبت تاسو ټولو ته مبارکي وائي .  

د جمادی الثاني  د میاشتې شلمه  چې د ۲۰۲۴کال د جنورۍ له دریمې نیټې سره سمون خوري،د اسلام د ګران پیغمبر د ګرانې لور او د حسنینو د مور  حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده .

حضرت فاطمة الزهرا سلام ا... علیها  له ماشوموالي ، د وحي په کور کې د خپل پلار بزرګوار حضرت محمد مصطفی(ص) په لارښونو سره د فضیلیت او علم   او کمال مراتب  ترلاسه کړي دي.

 حضرت فاطمة الزهرا(ع) په ټولو اړخونو کې د نړۍ دمیرمنو بیلګه شمیرل کیږي او  دهغې بزرګوارې د  نیکمرغه زوکړې  کلیزه د ایران په اسلامی جمهوریت کې د مور او میرن د  ورځې په توګه نومول شوې او په دې ورخ د میرمنې په تیره بیا د مور د مقام ستاینه او قدرونه کیږي.

په دې مناسبت د تهران ریډیو درست کارکونکي د  نړۍ د میرمنو د  بیلګې حضرت فاطمة الزهراد نیکمرغه روکزې  د کلیزې او د  مور او میرمن د ورځې په مناسبت تاسو ټولو ته مبارکي وائي .  

 

ټیګونه