Jan 03, 2024 13:26 Asia/Kabul
  • په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۲ تنو ته ورسید

په جاپان هېواد کې د جنورۍ په لومړۍ نیټه د ۷.۶ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۶۲ تنو ته ورسید او په شاوخوا درې سوه ټپیانو کې د شل تنو نورو روغتیایي حالات نازک ښودل شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ د زلزلې له امله د ودانیو لاندې شویو خلکو د لټون په موخه هڅې جریان لري، خو په دغه هېواد کې سخت اورښتونه او پرلپسې ټکان د دې لامل شوي چې د پلټوونکې ډلې عملیات له ستونزو سره مخ کړي.

د ځايي ادارې له مخې د زلزلې له امله تر ۳۱۸۰۰ زياتو خلکو نورو سیمو ته پناه وړې او اټکل کیږي چې د ودانیو لاندې د عملیاتو په ترڅ کې د مړو شمېر هم زیات شي.

 

ټیګونه