په آسیا او اوقیانوسیې کې د ایرانیو انجونیوکشتۍچلونکو دوامداره اتلوالي
پارس ټو ډې ـ ایرانییو کشتۍ چلونکې د آسیا اتلوالۍ د آرام سمندرد کشتۍ چلونې او همد د آسیا او اوقیانوسیې د اتلوالۍ ردئينګ کشتۍ چلونې په سیالیو کې د رنګ په رنګه میډالونو په ګټلو سره ، د پاریس د ۲۰۰۴ المپیک د څلورو ونډو په ترلاسه کولو بریالۍ شوې.
د آسیا او اوقیانوسیې په لوئې وچې کې دغه سیالۍ په جاپان او جنوبی کوریا دوو هیوادونو کې ترسره شوې چې د ایران دټيمونود هڅو نتیجه د فرانسې د ۲۰۲۴ المپیک دڅلورو ونډو په ترلاسه کولو کې بریالیتوب ؤ.
د جنوبی کوریا په سیالیو کې د ایران کشتۍ چلونکې وتوانیدې ،د زینب نوروزي او مهسا جاور په نامو سره دوو ایرانیو میرمنو په وسیله د ۲۰۲۴ اولمپیک لپاره د دوه کسیزې کشتۍ ونډه یا په اصطلاح ټیمي ونډه ترلاسه کړه.
دغه دوې ایرانۍ میرمنې په دغو سیالیو کې بریالۍ شوې د نقرې دوه میډالونه وګټي.
له دې مخکې،فاطمه مجلل یوه بله کشتۍ چلونکې ایرانۍ میرمن وه چې دآسیا د اتلوالۍ د روئينګ سیالیو د زیړو میډال په ګټلو سره ئې د ایران کشتۍ چلونې د المپیک لومړنۍ ونډه ګټلې وه.
د آسیان د اتلوالۍ دآرام سمندر د کشتیو د سیالیو په ترټولو وروستۍ او په جاپان کې د پاریس اولمپیک په ټاکنیزې ورځې، د سړیو په زر ميټره یوه کسیز کانو فائينل کې د ایران کشتۍ چلونکي محمد نبی رضائي د څلورو دقیقو، لس سیکنډه او صفر اعشاره ۹۸۰ سیکڼدو د وخت په ثبتولو سره د لومړي کشتۍ چلونکي په توګه له کرښې تیر شو.
هغه د سرو زرو میډال پر ګټلو سریره د پاریس المپیک ونډه هم ترلاسه کړه.
دایران یوه بل کشتۍ چلونکي علی آقا میرزائي هم په جاپان کې د آسیا دآرام سمندر د ک شتۍ چلونې د سیالیو د زیّړو میډال په ګټلو د ۲۰۲۴ المپیک د لوبو څلورمه ونډه وګټله.