د ایراني مېرمنې جامې او لباس ته کتنه او د ځینو غربي هیوادونو تپل شوي فشار
(last modified Tue, 24 Sep 2024 07:12:57 GMT )
Sep 24, 2024 11:42 Asia/Kabul
  • د ایراني مېرمنې جامې او لباس ته کتنه او د ځینو غربي هیوادونو تپل شوي فشار

پارس تودی- شاید په داسي یوه ټولنه کې چي په بړبندتیا باندې باورې ده، د پوښښت قانون به محدودیت رامینځته کوونکی په نظر راشي، ځکه چي د پوښښت حد او اندازه، د ټولنې د اخلاقي اصولو او رواجونو له خوا ټاکل کیږي. لیکن په ایران کې جامې او اخلاقي حرمتونه اصالت لري یعني له پخوا نه موجود دي.

په ایران کې د ښځو جامې، تل د غربي رسنیو له خوا رټل شوي دي، دا په داسي حال کې ده چي د حجاب مساله د ایران په کلتور، دود او دستورو کې جړه لري او د ایران خلګ د نړۍ د نورو سیمو د خلګو په شان، ځان لره خاص فرهنګي او سنتي ارزښتونه لري.

په دې خاطر، د ایران ټولنه د غربي ټولنو په اپوټه، د جنسیتي لومړیتوبونو په مساله کې، ځان له متفاوت یعني بېل اصول او هنجارونه لري. البته په ایران کې هیڅوک په خپل شخصي حریم یعني کور کې د یوه کار په خاطر نه سزا کیږي، د قانون لپاره هغه کار مهم دی چي په کوڅه او سړک کې یعني ټولنه کې تر سره کیږي. یعني اصل مساله هغه هنجارونه دي چي په عامه په سړک کې نندارې ته وړاندې کیږي نه هغه هنجارونه چي یو څوک یې په خپل شخصي حریم کې لري، یعني هر یو کس په خپل شخصي حریم کې ازاد دی. هر یو هیواد د پوښښت یعني د جامو په برخه کې ځان ته خاص قوانین لري جي ممکنه ده زمونږ خوښه شي او یا مو ورڅخه بد وشي. لیکن د هرې ټولنې قوانین دا ضرورت رامینځته کوي چي د ټولنې غړې ورته غاړه کښېږدوي. داسي یوه مساله چي په ایران کې هم برقراره ده. خو یوه جالبه مساله دا ده چي ایران د پوښښت قانون نه لري بلکې د نه بړبندېدو قانون لري، یعني څوک باید ځان بړبنده نه کړي.

په لوېدیځ کې هم داسي موارد موجود دي، د مثال په توګه په ځینو غربي ټولنو کې لکه کاناډا کې که څوک په سړک باندې بړبنده شي د پولیسو له خوا نیول کیږي او هلته په عمومي ځایونو کې د جامو ایستل او بړبندېده جرم ګڼل کیږي.

په کاناډا کې حتي سړي هم له کمیس یا ټیشرت پرته مک دونالډ رسټوران ته نه شي ورننوتلای. دا هم د پوښښت یعني د جامو د اچولو یو ډول قانون دی.

شاید په داسي یوه ټولنه کې چي په بړبندتیا باندې باورې ده، د پوښښت قانون به محدودیت رامینځته کوونکی په نظر راشي، ځکه چي د پوښښت حد او اندازه، د ټولنې د اخلاقي اصولو او رواجونو له خوا ټاکل کیږي. لیکن په ایران کې جامې او اخلاقي حرمتونه اصالت لري یعني له پخوا نه موجود دي.

له دې مسالې نه ورهاخوا، په ایران کې د جامو د اچولو یعني د ستر او د پوښښت قانون یوازې ښځو لره نه محدودیږي، بلکې نارینه هم له جامو پرته په عمومي ځایونو کې نه شي تلای، باید جامې یې اغوستي وي. لنډه دا چي د پوښښت په ډګر کې باید د رسنیو تپل شوی لیدلورې وپېژندل شي او د ټولنې په کلتور باندې په تکیې سره باید له رسندویې پروپاګن سره مخالفت وکړو.

 

ټیګونه