Jan 03, 2024 14:08 Asia/Kabul

د را پورنو له مخې؛ تېره ورځ د توکیو په هوايي ډګر کې په یوې یوې مسافر وړونکې الوتکه کې د ښکته کېدو پر مهال اور لګیدنه رامنخته شوه چې له امله یې ټوله الوتکه وسوزیده.

په ټولنیزو رسنیو کې د الوتکې دننه یوه ویډیو خپره شوې چې یوه مسافر جوړه کړې ده.

وروسته له دې چې له الوتکې بهر اور ولګېد، د لوګي له امله دننه مسافرو ماسکونه اغوستي وو، چې څه موده وروسته په الوتکه کې ګډوډي رامنځ ته شوه.

د يادونې وړ ده، چې پرون په الوتکه کې ۳۶۷ تنه مسافر وو، چې په خوندي توګه را ايستل شوي دي.

 

 

ټیګونه