اوکراین او روسیې یو د بل بندي سرتېري خوشې کړي
Jan 05, 2024 07:17 Asia/Kabul
روسیې او اوکراین د جګړې له شدت سره سره،یو د بل سلګونه بندي سرتیري خوشې کړي دي.
د الجزیزې د خبر له مخې، تېره ورځ اوکراین د روسیې ۲۳۰ سرتیري خوشې کړي؛ خو مسکو بیا ویلي چې د یوه جوړ جاړي په صورت کې یې د اوکراین ۲۴۸ سرتیري له بنده آزاد کړي دي.
تر دې وړاندې هم دواړو لورو یو د بل سلګونه بندیان ازاد کړي وو؛ خو کره شمېر یې نه ده مالومه.
له دې سره پر یو وخت د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې هم زور اخیستی دی.
اوکرایني ځواکونو د روسیې په بلیګراد ښار برید کړی، چې شاوخوا ۲۵ کسان پکې وژل شوي.
له یاد برید وروسته، د روسیې ولسمشر ویلي، چې دوی به دا برید بې ځوابه پرېنږدي.