کیوبا د صهیونیسټ رژيم په ضد د جنوبی افریقا د شکایت ملاتړ وکړ
د کیوبا خارجه وزیر د هیګ نړیوالې محکمې ته د اسرائيلي رژيم د نسل وژنې او جنایتونو په باب د جنوبی افریقا له شکایته د هاوانا د حکومت دملاتړ خبر و رکړ.
الجزیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ، د کیوبا خارجه وزیر روډریګز پاریلا دیوګینډا په پلازمینې کامپالا کې دفلسطین په باب د ناپيّلي غورځنګ د کمیټې په ناستې کې ووئيل،هاوانا د هیګ په نړیوالې محکمې کې په غزې کې د فلسطینیانو په ضد داسرائيلي رژيم په نسل وژنې کې د جنوبی آفریقا له شکایته ملاتړ کوي.
پاریلا زیاته کړې ده ، مونږ په سختو ټکو سره دعامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو او ښځو قتل عام او دغه راز د ملګروملتو دکارکونکو وژلې چې په غزې کې د اسرائيلو د وحشي ډوله پوځ په وسیله ترسره شوي ، محکوموي.
له دې مخکې هم دایران د اسلامی جمهوریت، روسیې،بنګله دیش او ترکیې پشمول ځینو نورو ډیرو هیوادونو او هم په امریکا کې کابو ۲۰۰پوهنتوني شخصیّتونو او د بشری حقوقو د ډګر فعالانو هم د جنوبی افریقا د شکایت له مطرح کیدا ملاتړ کړی دی.
د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې په غزې تړانګې کې د نسل وژنې په خاطرد وحشي او جنایتکار رژيم په حملو کې تر اوسه پورې څه دپاسه ۲۴عام خلک شهیدان او ک ابو یو شپیته زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره په کې ښځې او ماشومان ترسره شوي دي .