ورځپاڼو ته کتنه ۲۵-۳-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i14503-ورځپاڼو_ته_کتنه_۲۵_۳_۹۵
د تهران او د مختلقو هېوادونو چاپ نننیو ورځپاڼو په نقل تاسو ته په مختلفو موضوعاتو خبرونه وړاندې کوو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2016 08:06 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۵-۳-۹۵

د تهران او د مختلقو هېوادونو چاپ نننیو ورځپاڼو په نقل تاسو ته په مختلفو موضوعاتو خبرونه وړاندې کوو

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر حسن روحانی د کابینې په غونډه کښې په تېر، اوس او راتلونکی وخت کښې د هېواد نفوسو چلند تر عنوان لاندې د هېواد په اړه د مختلفو موضوعاتو جاجونه وکړه.

--------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف د ناروے له لوړ رتبه چارواکو سره د دوو اړخیزو تعلقاتواو نړیوالو مسائلو په باره کښې خبرې اترې وکړې.چ

---------

اطلاعات ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د عمومی څارنوال حجت الاسلام والمسلمین محمد جعفر منتظری په حوالې سره ولیکل، د سعودی په محکمو کښې د منا د غمیزې د حقوقی او قانونی حالت په تققیب کښې یوو چې په نړیواله محکمه یا لږ تر لږه د سعودی په محکمو او عدالتونو کښې دعوا وړاندې شی.

---

ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د قضائی قوې د مشر له قوله ولیکل، د ماشومانو د حقوقو په خلاف ورزۍ باندې د اعتراف باوجود د ملګرو ملتو له تور لېسټ نه د سعودی د نوم د وېستلو په اړه پکار دی د دغې نړیوالې ادارې غړیو ته تسلیت وویل شی.

----------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل، د یمن د مستعفی ولسمشر منصور هادی د کابینې یو وزیر عبدالرقیب فتح الاسودی اعتراف وکړ چې په یمن باندې د سعودی ائتلاف په حملو کښې شپږ زره څلور سوه یمنیان وژل شوی او یو دېرش زره زخمی شوی دی چې یو زر درې سوه پکې ماشومان دی.

ورځپاڼې په دغه خبر کښې زیاته کړه چې د ډزبندۍ باوجود د یمن په بېګناه خلقو باندې د سعودی د ائتلاف وحشیانه حملې دوام لری.

----------

ورځپاڼې ولیکل، نړۍ د داعش ترهه ګرې ډلې لخوا د امریکې د فلوریډا حمله غندی.

---------

ورځپاڼې د بحرېن د رسنیو له قوله ولیکل، د دغه هېواد آل خلیفه رژیم په بحرېن کښې د دینی عالمانو په سیاسی فعالیتونو بندیز ولګوۀ.

--------

اطلاعات ورځپاڼې ولیکل ځینې سرچینو ویلی دی چې تورخم په پوله کښې د پاکستان او افغانستان د ځواکونو ترمېنځ په نښته کښې دېرش پاکستانی او څلور افغانی عسکر وژل شوی دی.

-------

ورځپاڼې ولیکل د جاپان په زرګونو خلقو په ټوکیو کښې د امریکې په خلاف مظاهرې وکړې او له اوکیناوا څخه د امریکائی ځواکونو د وتلو غوښتونکی شول.

---------

اطلاعات ورځپاڼې یمنی سرچینو له قوله ولیکل، د دغه هېواد په صنعا کښې ګڼ شمېر یمنی ماشومانو د ملګرو ملتو د دفتر په وړاندې مظاهره وکړه او د ماشومانو د حقوقو د خلاف ورزۍ له تور لېسټه د سعودی ائتلاف د نوم په وېستلو یې سخت احتجاج وکړ.

--------

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې ولیکل د یمن په باره کښې د ملګرو ملتو د لارې نقشه به په راتلونکو څو ورځو کښې وړاندې کړې شی.

--------

ورځپاڼې د عربو اتحادیې په حوالې سره ولیکل، د ملګرو ملتو له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په کمېټۍ باندې د صهیونېسټ رژیم مشری یو لوے مصیبت دے.

------

ورځپاڼې د سوریې د بشری حقوقو د څارونکې کمېټۍ په حوالې سره ولیکل، د روژې د مبارکې میاشتې په وړومبۍ هفته کښې د امریکې په مشرۍ له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې د ائتلاف په هوائی حملو او د داعش په ترهه ګرو حملو کښې د سوریې دوه سوه څلوریشت عامه خلق ووژل شول چې پکې اوۀ شپېتۀ ماشومان او اتویشت ښځېه هم شاملې دی.

---------

ورځپاڼې د عراق د بهرنیو چارو د وزیر جعفری وویل، په فلوجه کښې د داعش ترهه ګرو په خلاف جنګ یو ملی جنګ دے. چې پکې د دغه هېواد ټولې طبقې شاملې دی.

--------

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې ولیکل، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د ښځو او کورنۍد حوزې لخوا د روژه ماتی په مراسمو کښې وویل،حکومت د ښځو د حقوقو د پوره کولو لپاره په خپل ټول توان سره فعالیت کوی.

------

ورځپاڼې ولیکل، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسېن جابری انصاری د امریکې د فلوریډا ترهه ګره حمله وغندله. او له هر ډول ترهه ګرۍ سره د هر اړخیزې مبارزې غوښتونکے شو.

---------

ورځپاڼې ولیکل د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په امریکه کښې د دوه زره شپاړسم کال د نړیوال کپ په سیالیو کښې د ازادې کشتۍ د ملی ټیم په اتلولۍ مبارکی وویله.

------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې ولیکل د ایران د مشهور شاعر او د انقلاب د شعر پلار استاد حمید سبزواری د جنازې مراسم د تهران په هنری مرکز کښې ترسره شول. په دغو مراسمو کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د دفتر مشر د دغه ستر شاعر په قدرونه او ساتئنه کښې د معظم رهبر پېغام واوروۀ.

--------

د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل، د پاکستان او افغانستان په تورخم باډر کښې تاوتریخوالے هم هغه شان دوام لری او په تورخم او لنډی کوتل کښې کرفیو لګېدلې ده. له بلې خوا او مړیو او ژوبلو کسانو د شمېر په اړه متضاد خبرونه خپریږی.

--------

ورځپاڼې د افغانستان د اجرائی مشر ډاکټر عبدا... عبدا... له قوله ولیکل، د تورخم د پېښې په اړه له پاکستان سره د ډزبندۍ موافقه ترسره شوې ده.

---------

جنګ ورځپانې ولیکل، د سعودی د دفاع وزیر د واشنګټن په بلنه امریکې ته لاړ.

---------

ورځپاڼې ولیکل د ایران داسلامی جمهوریت انقلابی ځواکونو د دغه هېواد په خاش او سردشت سیمه کښې د ترهه ګرۍ په خلاف عملیاتو کښې د ترهه ګرو د نېټ ورکونوپه تباه کولو سره لږ تر لږ لس ترهه ګر ووژل.

--------

په تورخم کې د افغان او پاکستانی سرحدی ځواکونو ترمنځ جګړه او د انتخاباتی اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د فرمان د ردولو اغیزې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دی.

کابل پوسټ لیکلی دی: د پاکستان په اړه د افغان حکومت پالیسی ډېره محافظه کارانه او له خطره ډکه ده. پاکستان تل د ډیورند فرضی کرښې په اوږدو کې سرغړونې کوی خو افغان حکومت تراوسه د دوی د دغو سرغړونو په اړه د ملګروملتونو امنیت شورا ته په زغرده شکایت نه دی کړی.

----------

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی چې د وسله وال پوځ سر اعلی قومندان محمد اشرف غنی ټولو امنیتی ځواکونو ته لارښونه کړې چې په هېواد د هر یرغل مخنیوی وکړی او یرغلګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی.

------

ورځپاڼې همدارنګ ولیکل، ولسی جرګې پرون یو ځل بیا د انتخاباتی اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنینی فرمان رد کړ او د ولسی جرګې راتلونکی انتخابات له نامعلوم برخه لیک سره مخ شول. نواوس ولسمشر کولای شی چې د سترې محکمې یا د اساسی قانون په عملی کېدو د څار کمېسیون په مرسته د خپل فرمان مادې عملی کړی.

-------

ویسا ورځپاڼې لیکلی دی چې د تقنینی فرمان رد د فاجعې مخه ونیوله خو حکومت ته هم داسې پلمه په لاس ورغله چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په خپل وخت ترسره نه کړی.

په دغه لیکنه کې راغلی، که چېرې ولسی جرګې دغه فرمان تصویب کړی وای، انتخاباتی کمېسیونونو کې به نوی کمیشنران داسې ځای پر ځای شوی وای چې پنځوس فیصده د ولسمشر او پنځوس فیصده به د اجرائیه رئیس پلویان و.

ورځپاڼه زیاتوی، له حکومت سربیره په کابل کې د امریکا او بریتانیا د سفارتونو استازو له وکیلانو سره پټې خبرې درلودې چې د ولسمشر فرمان تصویب کړی، د لیکوال په خبره همدې پټو خبرو د یوشمیر وکیلانو پر افغانی غرور اغیز وکړ او فرمان ته یې د رد رایه ورکړه.

---------