د انصاف نړیواله محکمه نن د اسرائیلو په هکله فیصله کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i145306-د_انصاف_نړیواله_محکمه_نن_د_اسرائیلو_په_هکله_فیصله_کوي
اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی په هالینډ کښې دیره د انصاف نړیواله محکمه نن د فلسطین په غزې تړانګې کښې د نسل کشۍ په دلیل د صهیونیسټ رژیم پرضد د جنوبي افریقا د شکایت په هکله رایې ورکوي.
(last modified 2024-01-26T13:10:36+00:00 )
Jan 26, 2024 15:51 Asia/Kabul
  • د انصاف نړیواله محکمه نن د اسرائیلو په هکله فیصله کوي

اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی په هالینډ کښې دیره د انصاف نړیواله محکمه نن د فلسطین په غزې تړانګې کښې د نسل کشۍ په دلیل د صهیونیسټ رژیم پرضد د جنوبي افریقا د شکایت په هکله رایې ورکوي.

جنوبي افریقا هیواد د تیرې میلادي کال د دسمبر میاشتې په اخر کښې د فلسطین د خلکو د وژلو په علت د اسرائیلو پرضد د انصاف نړیوالې محکمې ته شکایت وکړ.

د جنوبي افریقا پارلمان هم د اسرائیلو پرضد له شکایت څو ورځې مخکې له تل اویو سره د اړیکو ځنډولو ته رایه ورکړي وه او په پریټوریا کښې د اسرائیلو د سفارت د بندولو غوښتنه یې کړي وه.

په هغو اقداماتو کښې چې  جنوبي افریقا په خپل شکایت کښې مطرح کړي  د غزې پرضد  د اسرائیلو د جنګ د سمدستي بندول شامل دي داسې جنګ چې نن یوسل دولسمې ورځې ته ورننوتلی دی او اسرائیل هره ورځ په غزې تړانګې کښې په ډیرو سیمو باندې حملې کوي چې له کبله یې تراوسه شپږویشت زره کسان شهیدان او له څلورشپیتو زرو زیات ژوبل شوي دي.

په هالینډ کښې دیره د انصاف محکمې وویل دغه محکمه نن د فلسطین د غزې تړانګې پرضد جنګ کښې د نسل کشۍ په هکله د جنوبي افریقا  له شکایت وروسته د اسرائیلو پرضد د سمدستي تدبیرونو د اعمالولو د امکان په هکله خپله رایه اعلانوي او د محکمې مشر قاضي «جو ان دونوګو» به د قاضیانو د اولس کسیزه پلاوي فیصله اعلان کړي.

په نړۍ کښې بیلابیلو هیوادونو او ولسي ډلو د صهیونیسټ رژيم پرضد د دغه شکایت د تعقیبولو ملاتړ کړی دی او هغوې د انصاف د نړیوالې محکمې د نن ورځې رایې ته سترګې په لار دي چې د مثبتې رایې په صادرولو سره د اسرائیلو د رژیم په جنایتکار بللو سره د هغه د محاکمه کولو زمینه برابره کړي.