د انصاف نړیوالې محکمې د اسرائیلو پرضد تورونه سم وبلل
زمونږ خبریال راپور راکړی په هالینډ کښې دیره د انصاف نړیوالې محکمې د فلسطینیانو د نسل وژنې په دوسیې کښې د جنوبي افریقا لخوا لګول شویو تورونو په سم بللو سره وویل او د رایې د نه اورولو لپاره د اسرائیلو غوښتنه یې رد کړه.
د انصاف د نړیوالې محکمې له اولسو قاضیانو څخه شپاړسو قاضیانو دغه فیصله کړي ده.
د انصاف نړیوالې محکمې په خپلې ننۍ فیصلې کښې وویل چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو په حملو کښې په پراخه سویه ملکي وګړي شهیدان شوي دي او دغه محکمه په غزې کښې له انساني ناورین څخه خبره ده.
د انصاف نړیوالې محکمې په خپلې ننۍ رایې کښې وویل چې د جنوبي افریقا لخوا د اسرائیلو پرضد لګول شویو تورونو کښې ځینې صحیح دي.
دغه محکمې د غزې د نسل وژنې د دوسیې د ځنډولو لپاره د اسرائیلو غوښتنه رد کړه او ویې ویل د اسرائیلو پرضد د نسل کشۍ د دوسیې په هکله فیصله کول د انصاف د نړیوالې محکمې په واک کښې ده.
د انصاف نړیوالې محکمې زیاته کړه چې جنوبي افریقا د اسرائیلو پرضد د فلسطین د خلکو د نسل کشۍ پرضد د شکایت کولو حق لري او د اسرائیلو پرضد د نسل کشۍ د دوسیې په هکله کافي ثبوتونه شته.
د انصاف نړیوالې محکمې وویل د اسرائیلو پرضد ځینې تورونه د نسل کشۍ د کنونشن په مادو کښې شامل دي او غزې تړانګه د تباهۍ قیصه جوړه ده او د ملګروملتونو د راپور پراساس غزې تړانګه د وسیدو وړ نه ده او په غزې کښې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې وروسته په پراخه سویه تباهۍ شوي ده.
د انصاف نړیوالې محکمې وویل چې اسرائیلو په غزې کښې په روغتونونو باندې هم حملې وکړې او غزې کښې ماشومان له رواني دباو سره مخ دي او د غزې له دوه میلیونو څخه زیات خلک له رواني او جسمي مشکلاتو سره مخامخ دي.