په امریکا کې د یوې الوتکې نسکورېدو له امله دوه کسان وژل شوي
Feb 11, 2024 06:19 Asia/Kabul
د امریکا په فلوریدا ایالت کې د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د بامباردیر چلنجر په نوم دغه الوتکه د یوه سوداګریز شرکت وه او څلور کسان یې لېږدول.
امریکایي چارواکو پېښه تائید کړې او وایي، په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.
راپورونو کې راغلي، چې دې الوتکې د یوې آزادې وسیلې سره ټکر کړی، چې لامل یې تخنیکي ستونزه ښودل شوې.
په راپورونو کې همدا راز ویل شوي، چې د الوتکې پیلوټانو له پېښې وروسته د بېړنۍ ناستې هڅه کړې؛ خو دا هڅه یې ناکامه شوې.