اسرائیل باید په رفح سیمه کښې عملیات پیل نکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i146226-اسرائیل_باید_په_رفح_سیمه_کښې_عملیات_پیل_نکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسټرالیا ، د کاناډا او د نیوزي لینډ مشرانو چې د امریکا اتحادیان ګڼل کیږي د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمه کښې د احتمالي بوږنونکو ځمکنیو عملیاتو په هکله اسرائیلو ته خبرداری ورکړ.
(last modified 2024-02-15T04:12:01+00:00 )
Feb 15, 2024 08:26 Asia/Kabul
  • اسرائیل باید په رفح سیمه کښې عملیات پیل نکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسټرالیا ، د کاناډا او د نیوزي لینډ مشرانو چې د امریکا اتحادیان ګڼل کیږي د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمه کښې د احتمالي بوږنونکو ځمکنیو عملیاتو په هکله اسرائیلو ته خبرداری ورکړ.

په رفع سیمه کښې د اسرائیلو لخوا د ځمکنیو عملیاتو د پیلیدا احتمال نړیوالې اندیښنې رامینځته کړي دي.

دغو دریو هیوادونو وویل چې د فلسطین په رفح سیمه کښې کابو یو اعشاریه پینځه میلیونه خلکو پناه اخیستي ده چې اکثره یې ملکي وګړي دي.

د اسټرالیا، د کاناډا او د نیوزي لینډ مشرانو وویل په رفح سیمه کښې د ځمکنیو عملیاتو پیلول به بوږنکي وي او مونږ د اسرائیلو په حکومت غږ کوو چې دغه عملیات پیل نکړي.

دغه راز د اسرائیلو  سرزوري لومړي وزیر نتانیاهو ژمنه کړي ده چې د صهیونیسټ رژيم عسکر به زر په رفح سیمه کښې ځمکني عملیات پیل کړي.

بل خبر دا چې د امریکا د فیډرال پولیسو  ایف بي ايي مشر کریسټوفر ورې(christopher wray)په یوه نه اعلان شوي سفر کښې اسرائیلو ته رسیدلی دی چې هلته د جاسوسۍ ادارو له مشرانو سره کتنه او خبرې وکړي.

هغه دغه راز په اسرائیلو کښې دیره د امریکا د فیډرال پولیسو ایف بي اي له مامورانو سره هم کتنه وکړه او په لبنان کښې د  حزب الله غورځنګ او په فلسطین کښې د حماس غورځنګ پرضد د دوې د کار په اهمیت یې ټینګار وکړ.

د امریکا د ایف بي ايي مشر دغه راز د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د حماس غورځنګ لخوا په اسرائیلو باندې له حملې وروسته له صهیونیسټ رژیم څخه د ایف بي ايي ادارې ملاتړ بیا تکرار کړ.

بل خبر دا چې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو ته وویل چې د غزې تړانګې د خلکو وژله د نه زغملو وړ ده او هلته د اسرائیلو عملیات باید بند شي.

Image Caption