د روسیې ولسمشر د امریکا د جوبایډن ملاتړ وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین جوبایډن د امریکا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره مناسب انتخاب وباله.
هغه په ماسکو کښې د راتلونکو ټیکنالوژیو د ټولنې د غونډې په څنګ کښې ډاګینه کړه روسیه د امریکا د ریپبلیکن ګوند په کاندید ډونالډ ټرامپ باندې اوسني ولسمشر جوبایډن ته ترجیح ورکوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل جوبایډن تجربه لرونکی ، د اټکل وړ او د یوه زاړه مکتب سیاستوال دی په دې سربیره دا د امریکا خلک دي چې باید د خپل هیواد راتلونکی ولسمشر وټاکي.
ډونالډ ټرامپ د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ریپبلیکن ګوند د مخکښ کاندید په توګه ویلي وو واشنګټن ممکنه ده په ناټو تړون کښې د یوشمیر متحدانو چې په کافي اندازه دغه پوځي تړون ته پیسې نه ورکوي د روسیې د احتمالي حملې په مقابل کښې ساتنه ونکړي.
د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ دغو څرګندونو د ناټو تړون د مشر، د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسوول او د اروپا د شورا د مشر لخوا سخت غبرګونونه راپارولي وو.
په عین حال کښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو په هکله د امریکا د پخواني ولسمشر ټرامپ څرګندونو ته غبرګون وښود او ویې ویل د ناټو په هکله د ډونالډ ټرامپ کړچار خاص منطق نلري او ناټو تړون د امریکا د بهرني سیاست اوزار دی.
د امریکا د روان میلادي کال د نوامبر میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د بیلابیلو ګوندونو کاندیدان ولاړ دي او تراوسه د ريپبلیکن ګوند کاندید ډونالډ ټرامپ مخکی دی.