امریکا په غزې کې د اوربند پریکړه لیک ددریم ځل لپاره ویټو کړ
امریکاپه غزې تړانګې کې د فوری اوربند د ټينګیدا وړاندیزي پریکړه لیک چې دې ځل الجزایر د ملګروملتو په امنیت شورا کې د عربی ډلې هیوادونو په نمایندګۍ امنیت شورا ته وړاندې کړ، ددغې شورا ددیارلسو غړو هیوادونو له مثبتو رایو ترلاسه کولو سره سره ، ویټو کړ.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د امنیت شورا په پرون ناوخته ناستې کې امریکاد الجزایر هغه وړاندیزي پریکړه لیک ددریم ځل لپاره ویټو کړ، چې په غزې تړانګې کې ئې د انسان دوستۍ فوري اور بند د ټینګیدا غوښته کړې وه.
دغه پریکړه لیک د امنیت شورا له پنځلسو د ۱۳غړو مثبته رایه ترلاسه کړه ، خو امریکا ورسره په مخالفت سره د دغه پریکړه لیک د نه تصویبیدا یا هماغه د و یټو کولو لامل شوه.
بریتانیا دامنیت شورا ددایمی غړي په توګه د الجزایر وړاندیزي پریکړه لیک مسودې ته سپينه رایه ورکړه. دا دریم ځل دی چې دامریکا له خوا په غزې تړانګې کې د اوربند د ټينګیدا وړاندیزي پریکړه لیک ویټو کوي.
په امنیت شورا کې د یوه پریکړه لیک تصویبیدا ددغې شورا د پنځو دایمي غړو (امریکا،روسیې،چین،انګلستان او فرانسې)له مخالفت او یا ویټو نه کولو سره په یووخت د نهو مثبتو رایو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.په ملګروملتو کې د الجزایر سفیر عمار بنجاما دخپل هیواد د وړاندیزي پریکړه لیک په باب له راي اخستنې مخکې ووئيل، چې په غزې تړانګې کې د اوربند دټينګیدا او په دغې سیمې کې د نسل وژنې په مخنیوي کې د انصاف د نړیوال عدالت فیصلو ته په پابندۍ سره او دخنډونو له جوړولو پرته دانسان دوستۍ د مرستو رسولو غوښته کړې ده .
په ملګروملتو کې د امریکا دایمی سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ په سپین سترګیتوب سره ووئیل، امریکا د الجزایر له وړاندیزي پریکړه لیک سره مخالفه ده ، ځکه دبرمته شوو کسانو د خوشي کیدا په باب موافقې ته درسیدا لپاره هڅې ګډوډوي.
د روسیې او چین نمایندګانو په څير نورو غړو دغزې د خلکو د لازیاتې قتل عام د مخنیوي په خاطر د اوربند له ټینګیدا ملاتړ وکړ، البته دغه پریکړه لیک هم د مخکینیو دوو پریکړه لیکونو په شان د امریکا په ویټو کولو سره ناکام شو او په غزې تړانګې کې د وحشی صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې د دوام لپاره لاره پرنیستې پاتې شوه.