ملګری ملتونه دې فلسطین ته مالی  مرستې نه دروي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i146612-ملګری_ملتونه_دې_فلسطین_ته_مالی_مرستې_نه_دروي
په ملګروملتو  کې د چین سفیر فلسطین ته ددغې موسیسې  دمالي مرستو دغوڅيدا په باب سخت خبرداری ورکړ.
(last modified 2024-02-23T04:46:00+00:00 )
Feb 23, 2024 09:09 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه دې فلسطین ته مالی  مرستې نه دروي

په ملګروملتو  کې د چین سفیر فلسطین ته ددغې موسیسې  دمالي مرستو دغوڅيدا په باب سخت خبرداری ورکړ.

ایرنا خبری آژانس راپور  ورکړ،په ملګروملتو کې دچین سفیر او دایمي استازيژانګ جون  پرون ناوخته د فلسطینیو کډوالو لپاره دملګروملتو د مرستندویه  ادارې (آنروا)ته دمالی  مرستو په غوڅولو پسې د فلسطین د امنیت شورا په ناستې کې ووئيل، که فلسطین ته دملګروملتو مالی مرستې په بشپړډول ودرول شي، نو د زرګونو فلسطینیانو  ژوند له خطرې سره مخ کیږي.

په ملګروملتو کې د چین سفیر د امنیت شورا پنځلسو غړو شورا ته  ووئيل،د غزې د وضعیّت په باب د بې پولې ډاکټرانو د ادارې د مشر کریسټوفرلاک یّر په څرګندونو ئې وحشت احساس کړی دی.

ژانګ ووئيل، هیله مند یوو هغه غمجنونکی انځور چې کریسټوفر لاک د غزې په باب  مونږ ته انځور کړی، ددغې شورا د یوه غړي وجدان باندې اغیزې وشیندل شي.

کریسټوفر لاک دملګروملتو  امنیت شورا ته بیګا ووئيل، یو داسې ماشوم هم شته چې د کورنۍ هیڅ یو غړی ئې ژوندی نه دی. هغه زیاته کړې ده ،  هغه ماشومان  له دغه جنګه ژوندي پاتې کیږي،نه یوازې به فیزيکي زخمونه ولري ، بلکې  نه لیدونکي زخمونه به هم وزغمي او د ژوند تروروستیو پورې به ورڅخه کړیږي. د غزې خلک اوربند ته اړتیا لری، البته یوه ورځنۍ اوربند نه ،بلکې دایمي اوربند ته اړتیا لري که لټي وشي،نو انسانیّت به موهیڅکله هم ونه بخښي.