Feb 25, 2024 05:53 Asia/Kabul
  • چین د افغانستان د انجلیو په زده کړې ټینګار وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی چین وايي د طالبانو 'منځلارې حکومتولي' او د ښځو او نجونو تعلیم غواړي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې له غونډې پنځه ورځې وروسته پرون ددغې غونډې په اړه په خپله ایکس پاڼه د چین نظر روښانه کړی.

ښاغلي یو په ایکس پاڼه لیکلي چین د دوحې د غونډې د ډېری نورو ګډونوالو په څېر زیات تاکید په بشري مرستو، په یوه معتدل حکومت چې نجونې پکې د زدکړو حق ولري کړی او همدا شان یې ویلي چې امریکا د افغانستان د بیا رغونې اصلي مسولیت په غاړه لري.

ده ویلي د امریکا حکومت باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ورخوشې کړي او همدا شان لګول شوي یو اړخیزه بندیزونه لیرې کړي.

چین چې د افغانستان د معدن او تیلو  په  برخه کې تر ټولو زیاته پانګونه کړې، د طالبانو له حکومت سره تاوده اړیکي پالي.

 تر دې وړاندې د چین حکومت د طالبانو د فرمانونو په وړاندې چې د ښځو په اړه یې صادر کړي غبرګون نه و ښودلی او هغه یې د افغانستان کورنۍ مسله ګڼله.

د افغانستان لپاره د چین استازي دا هم ویلی چې هېواد یې غواړي له ملګرو ملتونو او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د ښېرازۍ او ثبات په اړوند جدي خبرې وکړي.

په ورته مهال کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي ارزونه د تېرې اونۍ غونډې په اړه دا وه، چې دده په خبره د دوحې غونډه طالبانو سره په خبرو کې پاتې راغله، خو چین او د سیمې هېوادونو دا غوښتل طالبان په خبرو کې برخه واخلي.

د دوحې غونډه د تړلو دروازو تر شا جوړه شوې وه پایلې یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتېرېش لخوا په یوه مطبوعاتي ناسته کې له نورو سره شریکې شوې.

د دوحې لومړۍ غونډه چې د ۲۰۲۳ کال مې میاشت کې په دوحه کې جوړه شوې وه طالبانو ته پکې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د غوره کولو برخه کې چین د طالبانو د دریځ ملاتړ کوي، طالبان وایي دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اړتیا نه ګوري.

 

ټیګونه