د فلسطین د غزې تړانګې ماشومان له مرګ سره مخ دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف(UNICEF) اجرايي مدیرې مرمین «کاټرین راسل» په دې خبرې سره چې همدا اوس د فلسطین په غزې تړانګه کښې ډیرې ماشومان له ناوړه خواړو سره مخامخ دي وویل د فلسطین ماشومان له مرګ سره مخامخ دي.
وروسته له دې چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې لسو ماشومانو د ناوړه خواړو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ هغې په خپلې ایکس اینټرنیټ پاڼه کښې ولیکل په غزې تړانګه کښې له هرو شپږو ماشومانو څخه چې عمرونه یې له دوو کلونو کم دي یو ماشوم له ناوړه خواړو سره مخامخ دی.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف اجرايي مدیرې «کاټرین راسل» په دې خبرې سره چې حاضردمه خواړو ، اوبو ، طبي څارنو ته د فلسطیني ماشومانو په لاسرسي او د صهیونیسټ رژيم د بمونو او د ګولیو په وړاندې د ماشومانو په محافظت کولو کښې یوه دقیقه ځنډ کول به ویرونکي پایلې ولري وویل په دوې کښې هیڅ مورد به په غزې تړانګه کښې د بشر دوستانه اوربند له ټینګیدا پرته امکان ونلري.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق یونیسف د اجرايي مدیرې ځاې ناستي «ټیدشیبان» هم مخکې غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو له ورتلو د صهیونیسټ رژیم مخنیوي ته په اشارې سره وویل حاضردمه په غزې تړانګه کښې کابو نوي(۹۰) فیصده ماشومان چې عمرونه یې له پینځو کلونو کم دي له ساري ناروغیو سره مخامخ دي.
د اسرائیلو د جنایتکار رژیم چارواکو په ځلونو ویلي دي چې غزې تړانګې ته به د سونګو او د بشر دوستانه مرستو د استولو اجازه ورنکړي.
ملګروملتونو هم ویلي دي چې د اسرائیلو رژيم چارواکي غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستو د ورتلو مخه نیسي چې دغه ځنډ د زرګونو بې ګناه انسانانو د وژلې سبب ګرځي.