د ایټالیا خلکو د فلسطینیانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147036-د_ایټالیا_خلکو_د_فلسطینیانو_په_ملاتړ_کښې_مظاهرې_وکړې
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا په بیلابیلو ښارونو کښې د فلسطین د غزې تړانګې د وسیدونکو فلسطینیانو په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وشوې.
(last modified 2024-03-03T06:39:36+00:00 )
Mar 03, 2024 08:59 Asia/Kabul
  • د ایټالیا خلکو د فلسطینیانو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا په بیلابیلو ښارونو کښې د فلسطین د غزې تړانګې د وسیدونکو فلسطینیانو په ملاتړ کښې پراخې مظاهرې وشوې.

د ایټالیا په پلازمینې روم ښار کښې په زرګونو خلکو پرون ناوخته یوځل بیا د فلسطین د غزې تړانګې له مظلومو خلکو سره د پیوستون د اعلانولو او په دغه سیمه کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په غندلو سره په واټونو کښې مظاهرې وکړې.

د ایټالیا د روم ښار مظاهره چیانو د فلسطین د بیرغونو په لاسونو کښې نیولو او د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم پرضد د شعارونو په ورکولو سره په غزې تړانګه کښې سمدستي د اوربند غوښتنه وکړه.

د ایټالیا په پلازمینې روم کښې د فلسطین ملاتړو کسانو دغه راز د فلسطین د ازادۍ د شعارونو په ورکولو سره له صهیونیسټ رژیم څخه په هراړخیزه ملاتړ کښې د اروپايي اتحادیې او د امریکا سیاستونه وغندل.

د ایټالیا یوه سیاسي فعال لورنتزو واني(Lorenzo Vanni) د غزې تړانګې له مظلومو خلکو سره د پیوستون د اعلانولو په مظاهرو کښې ایران پریس خبري اژانس ته وویل د غزې تړانګې د خلکو په نسل کشۍ کښې له صهیونیسټ رژيم سره د ایټالیا د حکومت په ملګرتیا باندې اعتراض کښې یې په مظاهرو کښې ګډون کړی دی.

د ایټالیا دغه فعال دغه راز په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د نسل وژنې په وړاندې د ایټالیا د حکومت د مخالفو  ګوندونو په انفعال نیوکه وکړه او ویې ویل د ایټالیا د حکومت مخالف ګوندونه هم د ایټالیا د شرکتونو په شان چې په صهیونیسټ رزژیم باندې وسلې خرڅوي د غزې تړانګې د خلکو په عام وژلې او جرم کښې شریک دي.

لورنتزو واني ډاګینه کړه له دې سره سره چې د ایټالیا حکومت د صهیونیسټ رژيم ملاتړ کوي خو د ایټالیا ملت د فلسطین د ملت په څنګ کښې ولاړ دی.

په ایټالیا کښې د صهیونیسټ رژي پرضد له مظاهرو سره په یووخت د میلان ، د فلورانس ، د پيزا او د ټاپل په شان د ایټالیا په نورو سترو ښارونو کښې هم ورته مظاهرې وشوې.