Mar 08, 2024 13:23 Asia/Kabul
  • زما پیغام ساده دی؛ هېڅ وخت به سر درته ټیټ نه کړم

د امریکا ولسمشر جوبایډن ملت ته په خپلې کلنۍ وینا کې یو ځل بیا له اوکراین څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

نوموړي ویلي، اوکراین ته به وسلې او نور تجهیزات ورکوي، اوږه په اوږه به ورسره ودرېږي او په دې ډول به د پوتین د یرغل مخه نیسي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي چې پوتین ته یې پیغام ساده دی، نه په شا  کېږي او نه به هم سرټیټ کړي.

د بایډن په خبره، که دوی په شا شول؛ نو اروپا او ټوله  آزاده نړۍ به له خطر سره مخ شي او هغه کسان به زړه وکړي، چې دوی ته زیان رسوي.

هغه تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د اوکراین تر بریا پورې به له کېیف سره مرستې کوي.

ټیګونه