فرانسه په نړۍ کې د وسلو دوهم لوی صادرونکی هېواد شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147544-فرانسه_په_نړۍ_کې_د_وسلو_دوهم_لوی_صادرونکی_هېواد_شو
هغه غوښتنه چې د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا د کړکیچونو او جنګ غواړو سیاستونو په وسیله رامینځته شوې.
(last modified 2024-03-12T07:04:15+00:00 )
Mar 12, 2024 11:28 Asia/Kabul
  • فرانسه په نړۍ کې د وسلو دوهم لوی صادرونکی هېواد شو

هغه غوښتنه چې د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا د کړکیچونو او جنګ غواړو سیاستونو په وسیله رامینځته شوې.

 د ستاک هوم د سولې د نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ  )  SIPRI د وروستي راپور له مخې، د فرانسې د وسلو صادرات  له  ۲۰۱۴ تر  ۲۰۱۸ او  له ۲۰۱۹ تر  ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۴۷ فیصده  زیات شوي دي.

په اوکراین کې جګړه او د روسیې لخوا لا زیاتو وسلو کارولو ته اړتیا او همدارنګه د لویدیځ بندیزونه د روسیې د وسلو د صادراتو د کمیدو اصلي لاملونه دي.

د فرانسې د وسلو د صادراتو لویه برخه 42٪ د آسیا او آرام سمندر هیوادونو او 34٪ لویدیځی آسیا هیوادونو ته بیل  شوې.

فرانسه هڅه کوي هغه څه ترلاسه کړي چې ستراتیژیک خپلواکي ورته ویل کیږي،

د SIPRI څیړونکې کاترینا جوکیک،  هم ویلي چې فرانسه د نویو وسلو لپاره له  قوي نړیوالې غوښتنې ګټه پورته کوي.

هغه غوښتنه چې د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا  د کړکیچونو او جنګ غواړو سیاستونو په  وسیله  رامینځته شوې.

امریکا چې لا هم په نړۍ کې د وسلو په صادراتو کې لومړی ځای لري.

Image Caption

 

د ستاک هوم د سولې د نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ په وینا، د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې په اوکراین کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۰ هېوادونو کییف ته د پوځي مرستو په توګه مهمې وسلې ورکړې دي. په همدې حال کې نورو اروپايي هېوادونو هم خپل واردات ډېر کړي دي چی زیاته برخه یی له امریکا څخه واردیږي.

د «Cipri» د شمېرو له مخې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۳ کلونو پورې د اروپا د وسلو ۵۵ سلنه واردات له امریکا څخه شوي، په داسې حال کې چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ کلونو پورې دغه اندازه یوازې ۳۵ سلنه وه.