Mar 13, 2024 06:23 Asia/Kabul

د رمضان المبارک د برکتناکې میاشتې له پیلیدا سره په یووخت،په بریتانیا کې د هلکانو او انجونو او ماشومانو د قرآن کریم ځانګړي سیالۍ ترسره شوې.او په لسګونو انجونو او هلکانو پخپلو کې سره د قرآنی قرائت او تلاؤت او ترتیل سیالۍ وکړې.

زمونږخبریال راپور راکړ،دغه قرآنی سیالۍ د نوي لمریز کال او د طبیعّت د پسرلي د رارسیدا په درشل کې،او د قرآن د بهار د میاشتې له پیلیدا سره په یووخت ،د انګلستان په لندن کې  د  اسلامی مرکز سره اړونده تبیان مدرسې په پلانونې سره ترسره  شوې او غوره  قاریان  په  جایزو ونازول شول.

 دبریتانیا د اسلامی مرکز مشر حجةالسلام  موسوي  ددغو سیالیو په باب ووئیل،دغه قرآنی سیالۍد قرآن کریم د حفظ او تحقیق د قرآئت او د ترتیل د قرآئت په څانګو کې په دوو انتخابي او نهائي مرحلو کې  ترسره شوې.

ددغه راپور په اساس،ددغو سیالیو نهائي مرحله هم له شپږو تر اولسو کلونو عمر لرونکو زلمیانو او ماشومانو ترمینځ   ترتیل ، تحقیق او حفظ  په درو څانګو کې  په جلا جلا  برخو کې  ترسره شوې او  ددغو سیالیو  ګټونکو ته   میډالونه  او غوره جایزې ورکړل شوې.

 په دغو دستورو کې  د قرآني سیالیو قاضیان هم  په  په جایزو ونازول شول.

 

ټیګونه