د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147630-د_افغانستان_برخلیک_باید_د_ملي_اجماع_له_لارې_وټاکل_شي
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په پاریس کې د افغان سیاسي فعالانو په غونډه کې وویل، چې د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي.
(last modified 2024-03-13T23:52:16+00:00 )
Mar 14, 2024 04:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په پاریس کې د افغان سیاسي فعالانو په غونډه کې وویل، چې د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په پاریس کې د افغان سیاسي فعالانو په غونډه کې وویل، چې د افغانستان برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي.

رحمت الله نبیل په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند نړۍوالې ټولنې ته ننګ دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس په دې ناسته کې وویل: «د واکمنو ذهنیت دا دی چې په افغانستان کې د ملي اجماع له ترلاسه کولو مخکې یو ډول نړۍوالې اجماع ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې د دغه هېواد برخلیک باید د ملي اجماع له لارې وټاکل شي.»

د افغان سیاستوالو غونډه پرون چارشنبه د فرانسې په پارلمان کې جوړه شوه.