Mar 16, 2024 12:23 Asia/Kabul
  • په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې؛ ۷۱ کلن پوتین بریالی ښکاري

په روسیې کې ولسمشریزې ټاکنې، چې پرون جمعه پیل شوې او تر سبا یکشنبې پورې به دوام وکړي، تر دا مهاله پکې یوازې ۳۱ سلنه روسانو خپله رایه کارولې، لومړنۍ پایلې ښيي چې اوسنی ولسمشر ویلادیمیر پوتین تر ټولو مخکښ دی او غوڅ احتمال دا دی، چې نوموړی به بیا ځلې د روسیې ولسمشر شي.

د یادونې وړ ده، په هغو سیمو کې هم ولسشمریزې ټاکنې روانې دي، چې په تېرو دوه کلونو کې له اوکراین څخه نیول شوې او روسیې فدراسیون پورې تړل شوې دي.

که په روانو ټاکنو کې د پوتین بریا قطعي شي، نو نوموړی به د پنځم ځل لپاره تر ۲۰۳۰ زیږدیز کال پورې د کرېملېن ماڼۍ واک له ځان سره ولري او له دې سره به د درې لسیزو لپاره د روسیې واکمن پاتې شي.

ټیګونه