امریکا وايي له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې د پاکستان ملګرتیا کوي
متیو میلر رسنیو ته وویل چې طالبان باید له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې پر ټي ټي پي د پاکستان د بریدونو په اړه ویلي، چې واشنګټن د ترهګرو ډلو پر وړاندې د پاکستان له "قانوني" مبارزې ملاتړ کوي.
متیو میلر رسنیو ته وویل چې طالبان باید له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د بریدونو مخه ونیسي.
هغه په عین حال کښې له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې "د خبرو له لارې خپل اختلافونه حل کړي."
په خیبر پښتونخوا کې پر امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو د تحریک د وژونکي برید په غبرګون کې د پاکستان پوځ پرون دوشنبه د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ځینو سیمو بریدونه وکړل.
د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي، چې د «ملکي خلکو پر کورونو» شوو دغو بریدونو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو هدف د پاکستاني طالبانو د تحریک په قومندان حافظ ګل بهادر پورې اړونده "ترهګر" وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.