Mar 21, 2024 12:53 Asia/Kabul
  • د امریکايي چارواکو په منځ کې له صهیونیسټ رژیم سره د مرستې د مخالفت زیاتېدل

د امریکا متحده ایالاتونو اویا پخوانیو چارواکو، دیپلوماتانو او پوځي افسرانو له ولسمشر جوبایډن څخه غوښتي چې د صهیونیسټي رژیم په وړاندې دې سخت دریځ غوره کړي.

په غزې تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم له لورې له نسل وژنې څخه څه دپاسه ۱۶۶ ورځې تیرې شوي چې د امریکا په سیاسي، مالي او پوځي ملاتړ د صهیونیسټ رژیزم جنایتونه لا هم دوام لري.

د رویټر خبري اژانس د خبر له مخې؛ د امریکا د لسو زیاتو پخوانیو سفیرانو، د بهرنیو چارو وزارت او پنټاګون پخوانیو چارواکو، د امریکا د استخباراتو وزارت او د سپینې ماڼۍ په شمول د امریکا د پخواني ولسمشر بیل کلنټن د ملي امنیت سلاکار انتوني لیک، بایډن ته په یوه پرانیستي لیک کې لیکلي دي: امریکا باید له تل ابیب سره د واشنګټن د مرستو د محدودولو او په هغوی باندې د فشار راوړلو په شان د اسرایلو د دغه ډول اقداماتو د مخالفت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دغه ليک کې ويل شوي دي چې په غزې تړانګه کې د اسراييلو عمليات له نړيوالو قوانينو په پرله پسې سرغړونو سره مل دي او د دغو عملياتو ځانګړتيا د نړیوالو قوانینو څخه د سرغړونې او د هوایي بمباریو په څېر د وسلو کارول دي، چې په خپلو اهدافو کې د سرتیرو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر په پام کې په نه نیول کیږي.

په غزه کې د روغتیا وزارت د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه په غزې د صهیونیسټانو د حملې له پیله تر اوسه د فلسطینیانو د شهیدانو شمیر ۳۱ زره ۹۲۳ او د ټپيانو شمیر ۷۴ زره ۹۶ تنه ښودلی دی.

 

ټیګونه