چین د خپلو انجینیرانو د وژل کېدو په اړه د څېړنو غوښتنه کړې
د چین حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د چینايي انجینیرانو د وژل کېدو په اړه څېړنې وکړي.
د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې پرون د چینايي انجینیرانو د موټرو پر کاروان په موټربم برید کې شپږ تنه ووژل شول، چې د یوې مېرمنې په ګډون، پنځه یې چنایي انجینیران او یو پاکستانی موټروان وو.
له برید وروسته په اسلام آباد کې د چین سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په پاکستان کې د چین سفارت له پاکستاني لوري غواړي چې په دې اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي، تنظیموونکو ته یې سخته سزا ورکړي او د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
امنیتي چارواکي وايي چې دا چینايان له اسلام آباد څخه د کوهستان داسو بند ته روان وو.
د ۲۰۲۱کال په جولای کې هم په داسو کې د چینايي انجینیرانو پر یوه بس موټر په ورته برید کې، د نهو چینايي وګړو په ګډون، ټول ۱۳ کسان ووژل شول.
د دغه برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.