Apr 20, 2024 12:53 Asia/Kabul
  • امریکا او د اسرائیلو فرقه: په امریکايي اکثریت باندې د اقلیت ډیکټاټوري

پارس ټوډی – اسرائیلو له هغه وخت راهیسې چې په ۱۹۴۸ کال کښې یې ځان د یو هیواد په توګه اعلان کړ، د حقیقت خلاف یې آیډیالوجیک جنګ پيل کړ.

په امریکا کښې سلطه

د اکتوبر په ۷ نیټه له طوفان الاقصی عملیاتو نه تر مخکې پورې، اسرائیل توانیدلی و چې په متحده ایالاتو کښې له مذهبي او سیاسي فرقو جوړه ګالري تاسیس کړي چې په اغیزناکه توګه یې د اسرائيلو په هکله بیلابیل روایتونه کنټرولول او مخالف غږونه یې غلي کړل.

د اسراییلو غیر معمولي داستان د امریکایی سیاستوالو، اکادمیکانو، مشهورو مسیحي شخصیتونو، د اصلي بهیر رسنیو او بالاخره د ډیرو امریکایانو فکر ته نفوذ کړی و.

عجیبه خبره دا چې د بخښنې د نړیوال سازمان، د بشري حقوقو د څارنې او د B'Tselem، د رپورټ په شان د سلهاؤ رپورټونو وروسته چې د فلسطینیانو د ځمکو په غلا کولو او په آپارټایډ، ځپنې، شکنجې او نسل وژنې کښې یې د اسرائيلو ۷۶ کلن تاریخ مستند کوي، خو د اسرائیلو وفاداران بیاهم ورسره کلک ولاړ دي.

د خپه او غلې کولو سیاست

په هغې پيښې چې نن سبا بیخي دود شوې ده، د واشنګټن یو مطبوعاتي غړي پس له دې چې له اسرائیلو یې د متحده ایالاتو په ملاتړ باندې په زغرده نیوکه وکړه، خپل ۵۷ کلن کار یې له لاسه ورکړ.

هغه بیا وروسته وویل:

داسې نه شي کیدې چې یوڅوک په دې هیواد کښې په اسرائيلو نیوکه وکړي او ژوندی پاتې شي.

د ایم، ایس، این، بي، سي د اونیز پروګرام محبوب اینکر «مهدي حسن» هم د هغه جرنلسټانو وروستۍ نمونه ده چې له فلسطینیانو د ملاتړ او د اسرائيلو د نیوکې په وجه سزا شوی دی.

خبري سازمانونه او د MSNBC په شان خبري چینلونه په داسې بڼه کښې چې د اسرئيلو د رژيم د منلو وړ سټراټیجۍ له سویې بهر شول، د صهیونیسټي بهیرونو له خوا ډیر تاواني شول، په دې وجه، هغوي د فلسطینیانو د رنځونو او کړاؤنو له بیانولو ډډه وکړه او بیخي د تل ابیب د تبلیغاتي شبکې پر مټ بدل شوي دي.

آیپک، په امریکا کښې د صهیونیسټانو ترټولو مهمه لابي

د امریکې لومړیتوب او د نتانیاهو هلې ځلې

له څه باندې اوو لسیزو راهیسې د امریکا اصلي لومړیتوب په لویدیځه اسیا کې د خپلو اډو د امنیت تامینول دي. په 1973 کال کې مشرانو جرګې ته د ننوتلو راهیسې، بایډن د "اسرائیلو ملګری" دی او ډیری وختونه وايي: "زه صهیونیسټ یم." د بایډن اداره په بې پرواۍ سره دغه ملاتړ ته دوام ورکوي ، حتی په داسې حال کې چې اسراییل په سیمه کې پراخې جګړې ته دوام ورکوي او په لبنان او سوریه کې وژونکي هوایی بریدونه ترسره کوي.

دا ملاتړونه په داسې حال کې کیږي چې د متحده ایالاتو عام خلک او حتی اسراییل ته ځینې یهودي کډوال د تل ابیب لخوا پر غزې او رفح ښار د پلان شوي ځمکني یرغل په وړاندې اعتراضي مظاهرې کوي.

نتانیاهو څو لسیزې هلې ځلې کړې دي چې نړیوال متقاعد کړي چې ګني ایران یو ګواښ دی او امریکا له تهران سره په جنګ کړي.

د اکتوبر له حملې راهیسې، نتانیاهو د ایران په وړاندې خپله نااعلان شوې جګړه ګړندۍ کړې او په دې پوهیږي چې د هغه ګټې څنګه پرمخ ځي، کوم چې دوی اټکل کوي چې د نړۍ پام په غزه کې له نسل وژنې څخه واړوي، کورني ځواکونه او د عامه افکار له ده سره ملګري کړي او سیاسي مړینه یې وځنډوي.

په غزه او نیواکي سیمو کې د اسرائیلو جنون د نسل وژنې په منطق ولاړ دی، چې په نړۍ کې د بې ساري مذهبي توکم د رامنځ ته کولو په موخه د اسرائیلو د هدف یوه نه بېلېدونکې برخه ده.

په پاې کې باید معلومه شي چې اسراییلو او په امریکا کې د هغې فرقې د فلسطین د مقاومت د روحیې د ماتولو او د دغه رژیم په یوې دایمي مستعمرې د فلسطین د بدلولو لپاره یې له هرې وسیلې کار اخیستی دی او په دې ښه پوهیږي چې واشنګټن تل د اسرائیلو په جنایتونو او پلانونو کې شریک پاتې شوی دی.

 

ټیګونه