Apr 23, 2024 12:07 Asia/Kabul
  • په آبرامزټانکونو د ډرونزغلبه؛په اوکراین کې د امریکائي وسلو کمزورتیا

پارس ټو  ډې –اوکراین له روسیې سره د نښتوې له پیلیدا راهسې په ټول کې 796  ټانکونه  له لاسه ورکړي دي  چې ځیني ئې له امریکا  په ډالۍ کې اخستي  وو.

په همداوروستیو کې د امریکائي وسلو د تباه کیدا موضوع  د اوکراین په جنګ کې د  امریکایانو لپاره  د سروخوږي  په موضوع بدله شوې ده.په دې زمینې کې نیویارک ټایمز خپرونې لیکلي دي ،د امریکا جوړشوي ټانکونه دعملیاتو په تیره بیا په پوځي د ګرونو کې د روسیې د ډرونز په شیش کې راځي او تباه کیږي.

نیویارک ټایمز  په یوه مطلب کې لیکلي دي ، چې  د اوکراین پوځ  په تیرو  دوو میاشتو کې  خپل پنځه آبرامز ټانکونه  د  ډورنز الوتکو د حملو په دلیل له  لاسه ورکړي دي.

نیویارک ټایمز په دې باب لیکلي دي،په اوکراین کې د بې پيلوټه الوتکو جنګ  چې په ماډرن جنګ بدل شوی دی،د امریکاپر یوه ترټولو قدرتمن پوځي سمبول،یعني پر ټانک ئې مرګوني تلفات تپلي دي.

د نیویارک ورځپاڼې په مطلب کې راغلي دي،د بې پیلوټه الوتکو د ټيکنالوجۍ د اندازې او پيچلتیاؤ پیکیج ، دغه ډرونز لږترلږه  پنځه سوه ډالره  لګښت درلودلی شي چې  پخپل ډول د د ا مریکا  لس میلیون ډالري ارزښت لرونکي  آبرامز ټانک د تباه کولو لپارهډیره کمه پانګونه حسابیږي.

دغې امریکائي رسندوئې  همدرااز پخپل راپور کې یادونه کړې ده چې ا وکراین  له روسیې سره  د نښتو له پیل راهسې ټول ټال 796 ټانکونه له لاسه ورکړي دي.

همداراز د ملګروملتو د وسلو یوه پخواني پلټونکي سکاټ ریټر چې  دامریکا یو پخواني استخباراتي مسئول هم پاتې شوي دی ووئيل، هغه ترټولو وروستي تجهیزات چې  داوکراین لپاره د امریکا د کانګرس  په بودجې سره  اخستل کیږي،تر جولائي پورې به د روسیې په وسیله  تباه شي.

د امریکا د ویسکانسیّن  ایالت څخه جمهوری غواړي  سناتور ران جانسن هم په دې زمینې کې ایشوا کړې ده ، چې د اوکراین او نورو هیوادونو لپاره  نوي مرستندویه پیکیج، د  متحده ایالاتو لپاره بې ګټې ګڼل کیږي.

دغه سناتور ووئيل، مونږ هماغه شان  د خپلو بچیانو  د راتلونکي  غلا کولو او په کرایه ورکولو ته  دوام ورکوو. څه دپاسه  نهه سوه میلیارډ ډالر مو ددفاع لپاره لګولي دي، خو هرځله چې  دفاعي اقدامات ترسره کیږي، نو مشخصه کیږي،چې باید لازیات اقدامات غوره کړو. هغه دغه راز زیاته کړې ده ،لومړیتوب باید  ددغه شان زیاتو پیسو له لګولو مخکې د پولو امنیت تضمین شي.

 

ټیګونه