Apr 30, 2024 15:58 Asia/Kabul
  • که عدالت نه وي،نو سوله به نه وي
    که عدالت نه وي،نو سوله به نه وي

پارس ټو ډې – د قرآن کریم له نظره ، په تکوینی عالم کې ، د  هستۍ پنځون پر عدل ولاړ  دی او ظلم اوبې عدالتي پکې هیڅ ځاي نه لري او او د قانون جوړونې په نړۍ کې عدالت ،د پیغمبرانو  د بعثت له درو مهمو اهدافو څخه ګڼل کیږي. په عادلانه نظر کې هر شی باید پخپل حقیقي ځاي کې وي او حق باید حق  هر خاوند ته ورکړل شي.

 که عدالت نه وي،نو سوله به نه وي

 

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۴ نیټه په لندن کې د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د مظاهرو انځورونه له ورایه ښکاریدل، پر یوه بینر لیکل شوي وو،که عدالت نه وي،نو سوله به نه وي .  REUTERS/Susannah Ireland))

عدل یو داسې بنیادي مفهوم دی چې قرآن کریم  په مختلفو وختونو او برخو کې   او له مثالونو،تمثیلونو او کیسو څخه په استفادې سره  بیان کړی او توضیح ئې ورکړې ده او د هغو په رعایتولو او پابندۍ ټينګار کوي. د قرآن له پلوه  په عالم تکویّن کې د هستۍ پنځونه پر عدالت ولاړه ده او ظلم اوبې عدالتي پکې هیڅ ځاي نه لري  او د قانون جوړونې په نړۍ کې عدالت ،د پیغمبرانو د بعثت له درو مهمو اهدافو څخه ګڼل کیږي.

د لاښه درک لپاره  د خداوندمتعال او داسلام د ترټولو باؤری  اثر قرآن کریم  په نظر کې دعدالت او  او عدل اهمیّت دی . له دې امله د پارس ټوډې  په دغه مطلب کې یوه ځغلنده کوو ، ، د ددغه  کتاب له ډيرو آیتونو څخه    اتو مهمو آیتونو ته چې په هغو کې  د عدالت او عدل موضوع ته په ضمني او  ښکاره توګه اشاره شوې ده.

  1. د خداوند متعال کارونه د عدل په اساس دي.   

  شَهِدَ اللَّهُ أَنَّهُ لا إِلهَ إِلاَّ هُوَ وَ الْمَلائِکَةُ وَ أُولُوا الْعِلْمِ قائِماً بِالْقِسْطِ لا إِلهَ إِلاَّ هُوَ الْعَزیزُ الْحَکیمُ"؛ [قرآن: آل عمران، ۱۸]

؛خدای ګواهي ورکوي چې  له هغه  پرته بل هیڅ معبود نشته ، فرښتې او دعلم خاوندان هم (پر دې حقیقت) ګواه دي چې (د خداي ټول کارونه)پر عدل  او عدالت ولاړ دي  او  د خداوندعزیز اوحکیم پرته ، بله هیڅ معبود نشته ::: 

  1. د خداي په کارونو کې حتی ترډیرې کمې اندازې پورې هم ظلم او بې عدالتي       نشته    

"إِنَّ اللَّهَ لا یَظْلِمُ مِثْقالَ ذَرَّةٍ وَ إِنْ تَکُ حَسَنَةً یُضاعِفْها وَ یُؤْتِ مِنْ لَدُنْهُ أَجْراً عَظِیما"؛ [قرآن: نساء، 40]

؛په حقیقت کې  خداي یوه ذره  هم ظلم او بې عدالتي نه کوي( ټول چلندونه ئې دعدالت په اساس دي) او که (هغه لږ ،کار) نیکي وي ، نو دوه چنده ئې کوي ،  او  له خپلې خوا ورته ډير لوي انعام ډالۍ کوي:::

3      په خلکو کې په عدالت سره قضاؤت وکړئ .

"إِنَّ اللَّهَ یَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَماناتِ إِلى‏ أَهْلِها وَ إِذا حَکَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ أَنْ تَحْکُمُوا بِالْعَدْلِ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا یَعِظُکُمْ بِهِ إِنَّ اللَّهَ کانَ سَمیعاً بَصیرا"؛ [قرآن: نساء، 58] 

؛ خداي تاته فرمان درکوي، چې امانتونه خپلو خاوندانو ته ورکړه  او لکه څنګه  چې په خلکو کې قضاؤت کوي، په عدالت سره قضاؤت وکړه.  په حقیقت کې هر هغه شی نیک دی چې  خداي تا ته  د هغه سپارښتنه کوي ،خداي آوریدونکی بینا دی .

4        له نورو سره د دښمنۍ په خاطر ،بې عدالتي مه کوه.  

"یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا کُونُوا قَوَّامینَ لِلَّهِ شُهَداءَ بِالْقِسْطِ وَ لا یَجْرِمَنَّکُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلى‏ أَلاَّ تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوى‏ وَ اتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبیرٌ بِما تَعْمَلُونَ"؛ [قرآن: مائده،؛ ائ هغو کسانو ، چې ایمان مو راوړی دی،تل دخداي لپاره پاڅون وکړئ او  دعدل او عدالت  په وړاندې ګواهي وکړئ، له کومې ډلې سره دښمني او کینه  تا د عدالت پریښودو ته اړ کوي، عدالت وکړه ، چې  له پرهیزګارۍ سره نزدې  دی او  له خدایه وویریږه چې  خداي  د تا په عملونو ښه   خبر دی .    

 

 

ټیګونه