سهیل اسعد؛امریکایان د دنیا د ښکلاؤ له لیدو محرومه دي
پارس ټوډې- سهیل اسعد په نړۍ کې د امریکا دغیر واقعي انځور په باب وائي؛ زه له ماشوموالي په لاتینې امریکا او آرجنټاین کې وم او هغه څه چې هالیووډ د مونږ په باب نندارې ته وړاندې کول، ډير منفي وو.
د ارجنټاین د یوه مسلمان سهیل اسعد دخاطراتو د ؛ماراډونا په ټاټوبی کې زیږیدا؛ نومې کتاب د مخ کتنې د ستورې ، د تهران دکتاب په پنځه دیرشم نړیوال نندارتون کې د اسلامی انقلاب د ناشرانو د ټولګې په سټال کې د غواي د میاشتې په شلمه نیټه ترسره شوې.
د ماراډونا په ټاټوبی کې زیږیدا نومې کتاب راوي سهیل اسعد ووئيل، زمونږ ژوند پخپله د مونږ لباهر معموملی دی او څه خاص جذابیّت نه لري، خو د مونږ په شان په ژوند کې یو دوه ټکي دي چې باید منعکس شي . اول دا چې د هر انسان په زړه کې باید وي چې په ژوند کې د بدلون ټول امکان وي . د کتاب لوستونکی باید توجه وکړي چې دغه کتاب دانسانانو د بدلون کیسه ده ، دوهم ټکی دا دی چې د مونږ په څير د کسانو د کیسې په آ وریدلو سره ،نړۍ ته نظرونه مختلف کیږي.
هغه په نړۍ کې د امریکا د غیر واقعي انځور په باب ووئيل؛ زه له ماشوموالي په لاتینې امریکا او ارجنټاین کې وم او هغه څه چې هالیووډ د مونږ په باب بریښول، ډير منفي وو. هالیووډ جغرافیه د امریکا په دوو برخو یعني په لاتینې او جنوبی امریکا ویشلي وو. مونږ هم باؤر کړی ؤ چې امریکا اصالت او خوندیتوب لری او مونږ ورسره یوځاي شوی یوو. چې عمرونه مو لږ زیات شول ، نو پوهه شوو رسنائ او سنیما د هغو غیر حقیقي مسئلو په رامینځةکولو کې چې په حقیقت بدلیږي، څورمه قدرت لري.
هغه وویل، ما سوریه ، لبنان او عراق لیدلی دی او په ایران کې مو قم خوښ کړ او م توجه شوم امریکایان څومره د ښکلاؤ له لیدو محرومه دي ؛ ځکه زړونه ئې تورتم دي . دغه کتاب یوه بلنه ده ددې چې زمونږ نظر ظاهری نه وي ،او حقایقو ته وګورو.
سعیل اسعد په پاي کې ووئيل، زمونږ په ژوند کې ډير تراخې خاطرې موجودې دي چې هیڅکله ئې په رسانئ او کتاب کې نه بیانوو. دغه خاطرات د هغو کسانو په باب دي چې مجهول او ناپيژندل شوي دي او په عین حال کې ، د مونږ په شان کیسو کې ئې شایدترټولو زیاتې قربانۍ ورکړي دي. مثلا زما خپله کورنۍ چې په کتاب کې د دوي په باب ښکلي کیسې راغلي دي ، خو په څلورو بچیانو کې ئې د مونږ په ځائيګي کې په دیرشو کلونو کې چې په کال کې شپږ میاشتې په مسافرۍ کې یوازې ژوند کوي، په کتاب کې نه دي راغلي ؛ په داسې حال کې یوه تر ټولو مهمه خاطره ده .
د محبت له لارې اسلام ته جذبیدا
په دغې ناستې کې ددغه اثر لیکوالې مهری السادات معرک نژاد ووئيل؛
د ښاغلي اسعد ژوند مو له درو اړخونو ا نځور کړی دی او ګرونه مو درلوده په متن کې دغه درې چورلیزونه یوډول انځور کړم . یو دا چې مونږ ته همیشه وئیل شوي وو، ؛ هل الدین الا الحب» آیا دین له مینې او محبت پرته هم څه شی دی.
هغه څه چې د هغه په ژوند کې ئې وینو ، دا دی چې دمینې او محبت له لارې ا نسانان دین ته جلب کیږي او د اسلام په لاره کې تبلیغ کوي، دوهم ټکی له حضرت معصومه (س) سره د هغه ارتباط دی. حس مو کړه که ټاکل شوي وي ،د ولایت نور د ژوند له یوه ځایه هغه ته ورپوو شوی وي، نو د هغه د وجود له نوره دي .په همدې دلیل مو کتاب له هغه سره شروع او پاي ته ورساوۀ. خوشاله یم چې د حضرت بی معصومه سلام الله علیها د میلاد په شپه د ؛ ماراډونا په ټاټوبی کې زیږیدا؛نومې کتاب مخ کتنه کیږي. دریم منظر، هم د امیر المومنین (ع) تر ولایت لاندې د اسلام ددین دتبلیغ په موقعې د ښاغلي اسعد شجاعت دی.