د اروپائي محصیلینو پیغام، پر اروپا دامریکا او اسرائیلوسلطې ته نه
پارس ټو ډې – دغزې په جنګ او په هغه رژيم باندې د نیوکه کونکو محصیلینو ځپل، چې فلسطین ئې نیوالی دی، په اروپائي پوهنتونونو کې هغه هم د اروپائي پارلیمان دانتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کې ئې په دغې جیو سټراټژیک حوزې کې بې مخینې وضعیّت رامینځةکړی دی،داسې وضعیّټ چې د اروپا پر راتلونکي واکوالۍ بیخ بینائي اغیزې شیندلی شي.
په داسې حال کې چې د اروپائی اتحادئې لوړپوړي چارواکي داروپائي پارلیمان د انتخاباتو تر ترسره کیدا پورې په باقي پاتې لږ وخت کې ، خپل نهایت توان د هغه څه په لور د خپلو هیوادونو دځوانانو د لوي ظرفیّت دهدایتولو لپاره چې انتخاباتي ډيموکراسي ئې ګڼي ، کارولی دی.
د محصیلینو وهل ټکول او نیوللو څخه د لویدیځي حکومتونو هراړخیز ملاتړ او د پولسو وحشت،د فرانسې ، جرمني ، هالنیډي او ځینو نورو اروبائي هیوادونو د ښاریزو په ذهن کې ځینو مهمو پوښتنو سبب شوی دی.
حقیقت دا دی چې په اروپا کې د صهیونزم لابیانې چې زیاتره پکې د سوشل ډيموکراټ- صهیونیسټ او محافظه کار او زوړپال –صهیونیسټ ؛ دوې لابۍ پکې شاملیږي، د هدف شوو هیوادونوسیاسی او امنیتی ادارو ته ئې د اروپائي محصیلینو د ځپلو حکم صادر کړی او پخپله هم د هغو پر زیاتیدا څارنه کوي.
اساسا د لویدیځ قضائي او استخباراتي ادارو له خوا د صهیونیسټ ضده او یهود ضده مترادف کیدا ، په همدې لړ کې ترسره شوې ده . لا مهم ټکی دا چې په کلي توګه په اروپا کې د قدرت پټ او ښکاره بهیرونهد صهیونیسټ ضده ګوندونو د پنځیدا اجازت نه ورکوي او د دوی دهیوادنو په سیاسی او ټولنیزې فضا کې هر ډول فعالیتونه دنه لیکل شوو شرائطو له منلو سره اړونده دي ،خو له دغو سرو کرښو څخه د نه تیریدا په باب ځ یني ژمنتیاؤې او دستورات محسوس کوي.
ټول په یاد کې لري ، په لویدیځ کې د ملی افراط پالو بهیرونو دلومړنۍ پنځونې وخت ، ځیني خیال کوي، چې ددغو ډلو دم شرانو تاریخي مخینې ته په پام سره ، دوي د صهیونزم په وړاندې دریځ نیونه کوي او په نړیوال او سیاسی ډګر کې له اسرائيلو سره مخامخیدا له د خبل مانیفسټ د یوې برخې په شان ئې ګڼي .
په عین حال کې چې د غزې د ورستي جنګ په بهیر کې د فرانسې د ملی جبهې د رهبر مارین لوپن او د ماکرون او شولتس په څير له دودیزو بهیرونو سره اړونده سیاستوالانو په څير د پولینډ لومړی ویکټور اوربن په څير ځینی کسان په غزې تړانګې کې د نسل وژنې په ملاتړو بدل شوي دي.
اروپائي محصیلین حتی هغه کسان چې په مستقیم ډول پخپلو هیوادونو کې د فلسطین څخه دم لاتړ میدان ته ئې ورود نه کړی ، همدااوس متفق القول دي چې صهیونزم نه یوازې د ډیرو سرو کرښو په څير، بلکې په لویدیځ کې د حکمرانۍ په څیر د برخې په ځائيګي کې منل شوي دي.
د اروپا مشرانو پخپلو سترو امنیتی سیاستونو کې د صهیونیسټانو له موجودیّت او کړچار څخه په ملاتړ سره سره یو ځای شوي ، او پر همدې اساس، حتی خبل ښاریز یوازې په غزې کې د صهیونیسټي غاصب رژيم له وحشت سره د مخالفت په تورونو ځپي.
باید ومنل شي، چې د اروپا د نوي نسل یوه ترټولو مهمه اندیښنه،د حکمرانۍ د همدغه مډل ته نرمښت دی؛داسې ځاي چې حتی په نوو او ماډرنو نیوکه کونکو د دودیزو ګوندونو څخه د قدرت دانډول بدلیدا، له امریکا او اسرائیلو څ خه د مطلقې خپلواکۍ په باب د ځوانانو ضرورت نه پوره کوي.
د محصیلینو د پاڅون نتیجه نه یوازې په امریکا کې ،بلکې په اروپا کې به هم د ماډرن حکمرانئ پر ماډلو تمرکز وي.. ددغو ماډلونو انځورول او عملیاتي کول ، د حکومتدارۍ دجوړښت دبدلیدا او د جوړښتي کړچار په اساس ترسره شي ، نه د لوبغاړو بدلیدا.
د محصیلینو د پاڅونونو په نسبت د ا روپائي ګوندونو ګډې سربدالۍ یو تر ټولو اصلي دلیل ،په لویدیځ کې د قدرت د واکوالانو لباره ددغه واقعیّت در ک دی.
له لویدیځ ددغو غورځنګونو جنس احساساتو باندې پوهیدلی، نو ممکنه ده د دوی په وړاندې به په ظاهر کې لازیات زغم درلودلی، خو ددغو غورځنګونو هراړخیز او وحشي دوله ځپل ښئ چې لویدیځ د تیر وخت په نسبت د هغوى په اساسي توپير پوه شوى دى. ددې په ځاي چې په نړیوال نظام کې د روانو حقایقو څخه د اروپایانو دعبرت اخستنې سبب شي، د جوړښتي انهدام او نابودۍ څخه د په وحشیتوب بدل شوی چې البته د هغو تر تحقق پورې ډير زیات وخت نه دی پاتې .