Jun 16, 2024 15:37 Asia/Kabul
  • پر انسان د  نسل وژنې د اغیزو په زمینې کې څیړنه، د امریکائي استاد له کاره د ویستلو سبب شوه

پارس ټوډې -  د امریکاپه شکاګو ایالت کې د دیپال  DePaul) ) پوهنتون یوه  استاده  دغزې د جنګ په باب خپلو محصیلینون ته د اختیاري د ندې د وړاندیز کولو په دلیل  وویستل شوه.

 میرمن آن ډاکوینو، Anne D'aquino     له تیرې میاشتې راهسې  ددغه پوهنتون  دروغتیائي  علومو په برخې کې له تدریسه منع شوې ده .

پارس ټوډې  راپور د سان ټایمز له قوله راپور ورکړی،  میرمن آن داکوینو تیره میاشت  یوه اختیاري مقاله (اسایمنټ) وړاندې کړې  او له خپلو محصیلینو ئې غوښتي چې  د انسان پر سلامتیا او د ژواک پيژندنې باندې په غزې کې د نسل وژنې دغیزې وارزوي.

 میرمن ډاکوینو څو ورځې مخکې  په یوه خبری کنفرانس کې د لومړي ځل لپاره  په څرګنده  دې موضوع ته اشاره کړې اووئيلي ئې دي؛له کاره زما  ویستل د اکاډمیک خلاف ورزي او  دیهودي ضده دروغجنو  ادعاګانو باندې د فلسطین  په باب د هرډول بحث د بدلولو لپاره د دغه حکومت یوه بله هڅه ده.

له دغې استادې څخه  د ملاتړ لپاره په لسګونو کسان د دپال  DePaul) ) پوهنتون په شاوخوا کې غونډ شول . دوي د فلسطین بیرغونه  ورپول  او په لاسونو کې ئې پلې کارډونه اوچت کړل چې پر هغو لیکلي وو؛په اکاډمیک آزادۍ کې فلسطین هم شاملیږي::

په عین حال کې  محصیلینو یو طومار د دپال (DePaul))   پوهنتون د علومو په ودانۍ کې  اداري دفتر ته وسپارۀ او د میرمنو ډاکینو  دبیرته ستنیدا غوښتونکي شول.

ددغه طومار  متن تراوسه پورې  څه دپاسه یوزر پنځه سوه  کسانو لاسلیک کړې ده . میرمن ډاکوینو کابو درې اونۍ مخکې د بیا کتنې غوښته وړاندې کړه چې تر اوسه پورې  د پوهنتون  د مسئولانو له خوا  ورته کوم مشخص ځواب نه دی ورکړل شوی.

د ترټولولووروستیو  راپورونو په اساس د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اومې نیټې راهسې په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله  حملو  د پیلیدا له وخت راهسې تر پرون پورې ۳۷ زره  فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۸۵ نور ټپیان شوي دي  چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي او په راپور  کې دا هم وئيل شوي دي چې  څه دپاسه لس زره کسان بې درکه او د کنډوالو لاندې  پاتې شوي دي.

 

ټیګونه