Jun 20, 2024 14:41 Asia/Kabul
  • پاپ فرانسیس  انډونیشیا ته په سفر ځي

د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس  په ستمبر میاشت کې  انډونیشیا ته په سفر کې  ددینو ترمینځ  په یوې ناستې  کې ګډون کوي او  ددغه هیواد یو ترټولو لوي جومات هم ګوري.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د انډونیشیا په پلازمینې جکارته کې  د  استقلال جومات امام  نصر الدین عمر  په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، چې د نړۍ د کاتولیکانو   د کلیسا رهبر پاپ فرانسیس  ټاکل شوې ده ، د ۲۰۲۴کال د اپریل په لومړیو کې  ددغه هیواد له دیني رهبرانو سره په یوې ناستې کې د ګډون لپاره انډونیشیا ته ورشي.

 هغه د جکارتا په مرکز کې په استقلال جومات کې د قربانۍ دنیکمرغه اختر د لمانځه له اقامې وروسته  ووئيل، دخداي په غوښته ټاکل شوې ده ، دستمبر په لومړیو کې  پاپ فرانسیس  انډونیشیا ته په سفر ورځي  او داستقلال  جومات کتنه به هم وکړي. هغه  وئيلي، پاپ فرانسیس  به په انډونیشیا کې  له ټولو مذهبی مشرانو سره  وګوری او په دغې ناستې کې به نه یوازې دینی عالمان او پادریان وي، بلکې د بودایانو هندوانو  او کنفوسیوس  په څير د  نورو دینونو مشران به هم پکې شتون ولري .  په دغو دستورو کې به کابو یوسل پنځوس  کسان ګډون وکړي.

د انډونیشیا خارجه وزارت  د پاپ فرانسیس د سفر په اهمیّت په ټینګار سره ووئيل،  دغه سفر نه یوازې د د کاتولیکانو لپاره بلکې  ددغه هیواد ټولو دیني ټولنو ته لپاهر هم مهم دی. دغه وزارت په اعلامیې کې  هیله ښودل شوې ده چې دغه سفر  دنړیوالې سولې او وحدت  او زغم  پیغام پیاوړی کړي.  

 

ټیګونه