روسیه د اسرائیل رژیم ته ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i149920-روسیه_د_اسرائیل_رژیم_ته_ګواښ_وکړ
پارس تودی- روسیه د اسرائیل رژیم ته خبرداری ورکړی چي اوکراین ته د هوایي ضد توغندوي سیسټمونو له ورکولو څخه ډډه وکړي.
(last modified 2024-07-03T03:28:03+00:00 )
Jul 03, 2024 07:57 Asia/Kabul
  • روسیه د اسرائیل رژیم ته ګواښ وکړ

پارس تودی- روسیه د اسرائیل رژیم ته خبرداری ورکړی چي اوکراین ته د هوایي ضد توغندوي سیسټمونو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

اسرائیل رژیم سره د امریکا جوړ پاټریوت هوایي ضد توغندوي سیسټمونه دي چي اوکراین ته د هغوی د استولو په هکله ځینې راپورونه خپاره شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دائمي استازی واسیلی نبنزیا اوکراین ته د اسرائیل د رژیم له لورې د امریکایي هوایي ضد توغندوي سیسټمونو د استولو په هکله د خبرداری په ورکولو سره، جوته کړه: هغه وسلې چي اوکراین ته استول کیږي د هر چا له لورې چي وي، د روسیې له خوا به له مینځه یوړل شي. د پارس تودی له راپور سره سم، نبنزیا جوته کړه: د اسرائیل له خوا اوکراین ته د پاتریوت د هوایي ضد توغندوي سیسټمونو استول کېدا به د دې رژیم لپاره سختې سیاسي پایلې ولري.

تېره اوونۍ د امریکا فایننشال ټایمز اعلان وکړ چي امریکا، اسرائیل او اوکراین له تل ابیب څخه کی یف ته د اتو پاټریوت هوایي ضد سیسټمونو د لېږدولو په هکله خبرې اترې کوي.

ټاکل شوې ده چي دغه پاټریوت سیسټمونه لومړی له تل ابیب څخه امریکا او له هغه ځایه اوکراین ته واستول شي، د روسیې او اوکراین د جنګ پر مهال چي له ۲۰۲۲ میلادي کال راپه دې خوا دوام پیدا کړی دی، اسرائیل رژیم یوازې اوکراین سره، په غیر وژونکو مرستو بسنه کړې ده.

روسیه په ځلونو اوکراین ته د نورو هیوادونو له خوا د وسلو د لېږدولو په هکله خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی دی چي دا اقدام به یوازې د جنګ د اوږدېدو لامل به شي او د اوکراین ماته خوړلې برخلیک به بدل نه کړي.