ناټو د غربیانو د جنایت اوزار/ د ایکس د کاروونکو ځینو ټوییټونو ته کتنه
(last modified Wed, 03 Jul 2024 07:38:19 GMT )
Jul 03, 2024 12:08 Asia/Kabul
  • ناټو د غربیانو د جنایت اوزار/ د ایکس د کاروونکو ځینو ټوییټونو ته کتنه

پارس تودی- د ناټو د شمالي اتلانتیک د تړون جنایتونه ټولو ته څرګنده دي، په داسي ډول چي د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د شورا مخکنی کارپوه «آلفرد دوزیاس» ناټو د بشریت لپاره له ټولو نه ستر ګواښ بولي.

د پارس تودی په دغه راپور کې د ناټو له خوا د کړکېچونو او ورانوونکو اقداماتو په هکله د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د ځینو کاروونکو ټویتونو یوه کتنه کوو.

د ناټو جنایات

یو کاروونکی د «lookingnLearning» په ایکس ټولنیزه رسنۍ کې د ناټو جنایاتو ته اشاره کوي او لیکي:

 حالات بدل شوي دي لیکن د ناټو د لنډغرو ارزښتونه په یوګسلاویا کې له جنایاتو نیولې بیا په اوکراین کې د انسانانو د غوښو د قیمې تر ماشین پورې، هیڅ بدل شوي نه دي: د مخدره موادو څخه نیولې بیا د انسان د بدن تر غړو پورې.

 

د ناټو د جنایاتو په هکله د یوه کاروونکی ټوئیت

 

د ناټو لاسپوڅي توب  

په سیاسي ډګر کې یو فعال «مهدی اعتضادی» هم ناټو د انګلیس او د امریکا د ډیموکراټانو د جنایاتو اوزار بللي او وایي:

 

 دا هغې بودیجې دي چي د یوګسلاویا تجزیه، په رومانیا کې  کودتا، په اوکراین کې  رنګي انقلاب ‎، په هنګاري کې د ملي پیوستون د ګوند ملاتړ، په مصر  او لیبیا کې عام وژنه  او اوس هم په غزې او اوکراین کې جګړه تامینه کړې ده. یوه ورځ به دا جنایتونه پای ته ورسیږي.

 

د «مهدی اعتضادی» توئیت

 

له روسیې څخه د ناتو باج اخیستنه

د ایکس یو بل کاروونکی «میلاد رضایی» د داغستان جمهوریت په «ماخاچ‌قلعه» او «دربند» ښارونو کې د ترهګرو برید، له روسیې څخه د ناټو باج غوښتنه وبلل او ولیکل:

تېره ورځ د داغستان په دوو سیمو کې یوه ترهګریزه حمله وشوه او  وښوده چي د غربیانو ولکه یا هم د هغه فوځي اوزار یعني ناټو په غیر رسمي توګه له روسیې څخه د ترهګریزې باج اخیستنې ته مخه کړې ده.

 

د «میلاد رضایی» توئیت

 

 

د ناټو جنګ جوړونه

د ایکس د ټولنیزې رسنۍ یوه بل فعال «محمد‌‌رضا شکوهی‌فرد» بیا د امریکا او ناټو جنګ جوړونو ته کتنه کړې ده.

 

هغه لیکلي: د اوکراین فوځ په هغو توغندیو سره چي په دې وروستیو کې له امریکا څخه تر لاسه کړي په روسیې کې په یوه مېله ځای باندې برید کړی دی. تر دې دمه ۱۰ عام وګړي وژل شوي چي ۵ تنه یې ماشومان دي. دا که د امریکا د نیابتي او حکومتي ټروریزم بېلګه نه ده نو څه ده؟ بایډن او په ناټو کې د هغوی ملګرو ګواکې د دریمې نړیوالې جګړې د رامینځ ته کولو لپاره یې خپله فیصله کړې ده.

د «محمد رضا شکوهی‌فرد» توئیت

 

د ناټو ترهګري

د «MdTaghi» په نامه یو رسندویي فعال هم د ناټو غړي ترهګر بللې او ویلي دي:

 

داسي ښکاري چي بلاخره ښاغلی پوټین  د بشریت په خلاف د ناټو د ټروریستانو، اسرائیل او داعش تر مینځ د همږغیو پېچومې ټکۍ موندلې ده، هیلمن یم چي د حاج قاسم سلیمانی دوستانه سپارښتنې چي ګاونډیانو او روسي ملګرو ته د میدان ډيپلماسي په عملي توګه وښودله، عملي کړای شي.

محمد تقی

 

د ناټو کمزورتیا

د ایکس د ټولنیزې رسنۍ یو بل فعال «محمود رضایی» چي ناټو او د هغوی ملګرې په کمزوره دریځ کې بولي، ټینګار کوي:

اسرائیل، غرب او ناټو د جنګ په صورت کې، د جنګېدلو جرات نه لري، په دې خاطر د عامو خلګو په کورونو به بمبار وکړي. د ناټو د هوایي ځواک ختمول، د هغوی د ماتې په معنا ده، په اوکراین کې د ناټو ماته هغوی ته سخت زیان رسوي.

محمود رضایی