اردوغان: لویدیځ باید پر صهیونیستي رژیم فشار زیات کړي
Jul 06, 2025 06:36 Asia/Kabul
پارس ټوډی - د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، په اوسني پړاو کې دا ډېره مهمه ده چې لویدیځ هېوادونه، په ځانګړي توګه متحده ایالات، پر صهیونیستي رژیم فشار زیات کړي ترڅو په غزه کې اوربند ترلاسه شي.
اردوغان د غزې په تړانګه کې د ۶۰ ورځني اوربند د طرحې په اړه وویل: «امریکا خپل نفوذ سره کولی شي د دې اوربند په رامنځته کولو او دوام کې مهم رول ولوبوي او د دې موخې لپاره باید ټول لویدیځ هېوادونه، په ځانګړي توګه متحده ایالات، پر صهیونیستي رژیم نور فشار واچوي.»
ټیګونه