پاپ صیب!مشکل باندې ټول پوهیږو،په دیني شجاعت سره عاملان وښایه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i150084
پارس ټوډې – د نړۍ د کاتولیکانو رهبر په دې اند دی چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ وضعیّت ښه نه دی، هغۀ  البته  دهغو عاملانو ته کومه اشاره نه کوي.
(last modified 2024-07-08T09:31:29+00:00 )
Jul 08, 2024 13:57 Asia/Kabul
  •    پاپ صیب!مشکل باندې ټول پوهیږو،په دیني شجاعت سره عاملان وښایه

پارس ټوډې – د نړۍ د کاتولیکانو رهبر په دې اند دی چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ وضعیّت ښه نه دی، هغۀ  البته  دهغو عاملانو ته کومه اشاره نه کوي.

ترلاسه شوی یاددښت- له بده مرغه  په هغې نړۍ کې د ؛ډيموکراسئ ؛ ټکی چې  پر لویدیځي ارزښتونو مشتمله ده ، په یوه لوي دروغو او توّهم بدله شوې ده. په امریکا او اروپائي هیوادونو کې  دفلسطین د ملاتړو غورځنګونو ځپل ، په دغو هیوادونو کې دډيموکراسۍ پر ادعا د تائيډ ټپه  وهل دي.

پارس ټوډې راپور ورکوي، د نړۍ دکاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس په یکشنبې ورځې په اجتماعي چارو کې  د روم د کاتولیک کلیسا په کلني کنفرانس کې  پخپلې وینا کې  ووئيل،پوپولیسټي سیاستونه  د نړۍ ډیموکراسي وضعیّت ته تاوان رسوي.  هغه ټينګار وکړ،د نړۍ ډیری خلک  احساسوي ، له ډيموکراسۍ محرومه دي او بې وځلي اوکمزوري خلک پخپل حال پریښودل شوي دي.

پاپ فرانسیس په نړئ کې د ګوند پالنې او قطب جوړونې په محکومولو سره زیاته کړې ده ،د ډيموکراسۍ بحران مختلف ملتونه  ښکیل کړي دي.

هغه څه  چې البته تمه ئې کیدله، دغه لوي دیني رهبر په دې خبرې وکړي، د موجوده حالاتو د سبب جوړیدونکو ته جوته اشاره وکړي،هغه سبب جوړیدونکي چې  په پانګوال تفکر سره  ګټه یوازې خپل معیار ګڼي او دجنګ په رامینځةکولو سره ، خپلې استعماري ګټې په نظر کې نیسي ، غوره وه  چې دوي په سیاست کې د تقوا اهمیّت موضوع ته  اشاره کولئ.

له خداوندمتعال څځه  د سیاستوالانو له دیني عقلانیّت سره یو ځاي و اقعي ویره ،دوي  انساني ضد چارو ته له مخه کولو غړولی شي، خو  نړۍ ددې شاهده ده چې لویدیځي رهبران  پر قدرت او پیسو باندې په تکیې سره  په نړۍ کې ډیموکراسي له مینځه  وړي  او هرچرته   چې لازمه وګڼي  له دې ټکي  پر خپل حقانیّت  دبیلګې په توګه  استفاده کوي.