ټرامپ هم له افغانستانه د غمیزناکې وتنې مسوول دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i151824-ټرامپ_هم_له_افغانستانه_د_غمیزناکې_وتنې_مسوول_دی
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار وویل چې د امریکا پخوانی ولسمشر « ډونالډ ټرامپ» هم له افغانستانه د غمیزناکې وتنې مسوول دی.
(last modified 2024-08-27T06:51:28+00:00 )
Aug 27, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • ټرامپ هم له افغانستانه د غمیزناکې وتنې مسوول دی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار وویل چې د امریکا پخوانی ولسمشر « ډونالډ ټرامپ» هم له افغانستانه د غمیزناکې وتنې مسوول دی.

د فارس خبري اژانس د افغانستان سایټ د راپور له مخې جنرال  هربرټ ریمونډ مک مسټر چې د ټرامپ د ولسمشرۍ په وخت یې د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کاوه سي این این ته وویل چې پخواني رییس یې هم له افغانستانه د غمیزناکې وتنې مسوول دی.

 د مک مسټر په وینا، ټرامپ به ۲۱۷ کال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون فیصله کړې وه خو بیا یې دغه نظر بدل کړی و.

د امریکا دغه پخواني مقام همداراز وویل چې ټرامپ د ۲۰۲۱ کال تر مئ پورې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه له طالبانو سره موافقې ته رسیدلی و خو د وتلو نیټه یې د هماغه کال اګست میاشتې ته بدله کړه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار زیاته کړه. ټرامپ په دغه فیصله پابند نه شو پاتېدلی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په تېرو دریو کلونو کې، په امریکا کې جمهوري غواړو له افغانستانه د وتلو په وجه د بایډن په دولت نیوکې کړې دي.