د اسرائیلو په وسلو سمبالولو سره مخالفت؛ ایا فرانسوایان به په خارجي سیاست کښې خپلواکۍ ته ورسیږي؟
(last modified Thu, 10 Oct 2024 08:14:33 GMT )
Oct 10, 2024 12:44 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو په وسلو سمبالولو سره مخالفت؛ ایا فرانسوایان به په خارجي سیاست کښې خپلواکۍ ته ورسیږي؟

پارس ټوډې ـ د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې شننې کښې د اسرائیلو رژيم ته د وسلو د استولو د بندولو په هکله د فرانسې د ولسمشر« امانوئل مکرون» دوباره څرګندونو ته په اشارې سره دا ډول څرګندونې په یوه خپلواکه نړیوال قدرت باندې د بدلیدا لپاره د فرانسې د ارادې ښودنه وبلله.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون څه موده مخکې په دغه استدلال سره چې اسرائیلو ته د وسلو استول په غزې او لبنان کښې د اوربند د اعلانولو لپاره د هیوادونو له دباونو سره تناقض لري تل اویو ته د وسلو د استولو د بندیدا غوښتنه وکړه، داسې موضوع چې د اسرائیلو رژیم د مشرانو د غصې سبب شوي ده.

پارس ټوډې سایټ زیاتوي نیویارک ټایمز ورځپاڼې په همدې ارتباط ولیکل دا لومړی ځل نه دی چې د فرانسې ولسمشر دا دول وړاندیز کوي هغه تیره میاشت هم د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې اسرائیلو ته د وسلو د استولو د بندیدا غوښتنه کړي وه او ویلې یې وو چې د اوربند د ټینګولو لپاره دباو د وسلو له استولو سره تناقض لري.

نیویارک ټایمز ویلي دي: څارونکي باوري دي چې د امانوئل مکرون  څرګندونې د هغه له شخصي سبک سره سمون خوري؛ داسې سبک چې پراساس یې هغه نیت لري په یوه نړیوال قدرت باندې د فرانسې د بدلیدا لپاره د پاریس دودیز ایډیل وساتي.

له بلې خوا  په بیروت کښې د فرانسې په« سن ژوزف» پوهنتون کښې د لویدیځې اسیا د مطالعاتو استاد «کریم امیل بیتار» وویل: کله چې په خارجي سیاست کښې هڅه کوئ نو دواړه لوري راضي ساتئ په نهایت کښې دواړه لوري له ځان څخه لیرې کوئ.

د فرانسې د بهرني سیاست کارپيژاند او د کارنیګي د سولې د فاونډیشن غړي «ریم ممتاز» هم وايي :لبنان داسی ځای دی چې فرانسه هماغه راز کولای شي د یوه ستر قدرت په توګه چلند وکړي حتی که چیرې ستر قدت نه وي هم .

دغه سیاسي کارپیژاند جوته کړه: د فرانسې ولسمشر مکرون توهم نلري او پوهیږي چې وینا به یې له اسرائیلو څخه د امریکا د حکومت په پوځي ملاتړ باندې هیڅ اغیز ونلري خو هغه په دغه کار سره نورې دنیا ته روښانه پیغام استوي چې فرانسه او شاید اروپايان له امریکا سره متفاوت دریځ لري.

په عین حال کښې د فرانسې خارجه وزیر «ژان نوئل بارو» څه موده مخکې وویل د اسرائیلو امنیت یوازې په پوځي ځواک سره نشي تضمینیدلای بلکې یوې ډيپلوماټیکې حل لارې ته به ضرورت وي.

 

ټیګونه