ایرانۍ څیړونکې ته د بلغاریا رسمي جایزه ورکړل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i155038-ایرانۍ_څیړونکې_ته_د_بلغاریا_رسمي_جایزه_ورکړل_شوه
پارس ټوډی – د بلغاریا ولسمشر د لومړي ځل لپاره ایرانۍ څېړونکې مېرمن "هاجر فیوضي" ته د بلغاریا د ویاړ رسمي بیز ډالۍ کړ.
(last modified 2024-12-07T12:01:56+00:00 )
Dec 07, 2024 16:24 Asia/Kabul
  • ایرانۍ څیړونکي ته د بلغاریا رسمي جایزه ورکول
    ایرانۍ څیړونکي ته د بلغاریا رسمي جایزه ورکول

پارس ټوډی – د بلغاریا ولسمشر د لومړي ځل لپاره ایرانۍ څېړونکې مېرمن "هاجر فیوضي" ته د بلغاریا د ویاړ رسمي بیز ډالۍ کړ.

د بلغاریا ولسمشر رومن رادف په یو لړ مراسمو کې د لومړي ځل لپاره د ایرانولوژۍ مخکښ پروفیسور او د فارسي ژبې څیړونکې "هاجر فیوضي " ته چې په ​​بلغاریا او صوفیا پوهنتون کې د ایرانولوژي او د فارسي ژبې د ودې په برخه کې ۶۰ کلنې هڅې کړې وې، رسمي جایزه ورکړه.

رادف په دغه مراسمو کې وویل: دا ستاينه د ټولنې د کلتوري او ټولنيزو موخو او د ټولنې د معنوي او تمدن د پرمختګ په برخه کې د ايراني څيړونکې آغلې "هاجر فيوضي" ژمنتيا ته د ټولنې ژور درناوى څرګندوي.

د بلغاریا ولسمشر همدا راز په بلغاریا کې د ایران د سفارت له کلتوري سلاکارانو« هاجر فیوضي» او «مسعود احمدی» سره په کتنه کې د کلتوری او مدنی هڅو قدرداني وکړه.

هغه زیاته کړه، ایران او بلغاریا دوه تمدن لرونکي هېوادنه دي چې تاریخي او خورا غوره کلتوري اړیکي لري.

د دې لیدنې پر مهال فيوضي په بلغاريا کې د فارسي ژبې پر مهم مقام هم ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، په بلغاريا کې يې د فارسي ژبې د لغتونو د کتاب خپرېدل د دواړو هېوادونو د فرهنګ د لا ښه پوهاوي لپاره يو ښه هم ګام دی.

هغې  د بلغاريا له جمهور رييس څخه مننه وکړه چې د تمدن او کلتوري کټګورۍ په برخه کې د اهمیت وړ اقدامات کوي.