له کومو افریقايي هیوادونو د فرانسې پوځيان ایستل شوي دي؟
(last modified Thu, 02 Jan 2025 10:49:19 GMT )
Jan 02, 2025 15:19 Asia/Kabul
  • له کومو افریقايي هیوادونو د فرانسې پوځيان ایستل شوي دي؟

پارس ټوډي –له مالي ، نیجر ، بورکینافاسو ، چاډ او سینیګال هیواد وروسته اوس عاج ساحل هیواد هم د فرانسې د پوځیانو د وتلو غوښتنه کړي ده.

د عاج ساحل ولسمشر الاسان واتارا(Alassane Ouattara) په سه شنبې شپه خلکو ته د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د پاې په وینا کښې وویل: په «ابیجان» کښې په «پورټ بوئه» بندر کښې چې د فرانسې د پوځیانو مرکز دی د بي ايي ایم ای(BIMA) د سمندري ځواکونو مرکز به د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کښې د عاج ساحل وسله والو ځواکونو ته وروسپارل شي.

فرانسه حاضر دمه په عاج ساحل هیواد کښې شپږ سوه پوځیان لري.

د فرانسې په پخوانیو مستعمره هیوادونو کښې د فرانسې پرضد د احساساتو له زیاتیدا وروسته د پاریس حکومت د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د افریقا په مرکزي او لویدیځو هیوادونو کښې د خپلو پوځیانو د شمیر د کمولو فیصله وکړه.

په همدې لړ کښې په عاج ساحل هیواد کښې د فرانسې د عسکرو شمیر له دوه زره دوه سوو څخه شپږ سوو ته راکم شو.

همدااوس د فرانسې دغه شپږ سوه پوځیان هم باید له عاج ساحل هیواد څخه ووځي.

د  فرانسې حکومت داسې تصور کاوه چې د خپلو پوځیانو د شمیر په کمولو سره کولای شي هماغه راز په افریقايي هیوادونو کښې خپل سیاسي او پوځي نفوذ وساتي؛ خو د فرانسې دغه سټراتيژۍ هم له ماتي سره مخامخ شوي ده.

د فرانسې پخواني مستعمره هیوادونه د اروپا د دغه استعماګر هیواد د سیاسي او د اقتصادي سلطې په کامل ډول د غوڅیدا او د سلطې د سیاست پراساس نه بلکې د متقابل احترام پراساس د اړیکو غوښتونکي دي.

فرانسه همدا اوس د افریقا له څه د پاسه اویا فیصدو هیوادونو څخه چې هلته یې پوځي ځواکونه لرل ایستل شوي ده.

د اروپا دغه ستر استعمار ګر هیواد فرانسه یوازې په جیبوبي هیواد کښې  پینځلس سوه او په ګابون هیواد کښې  درې سوه پنځوس پوځیان لري.

د مالي ، نیجر او د بورکینافاسو هیوادونو مشرانو د فرانسې د ځواکونو له وتلو وروسته له روسیې او  چین سره ډيرې نږدې اړیکې رامینځته کړي دي.

د کارپيژاندو په باور افریقايي هیوادونو ځانونه د فرانسې له قید څخه ازاد کړي او د لا خپلواکه څیرې د ترلاسه کار یې پیل کړی دی.

د فرانسې ولسمشر «امانوئل مکرون» افریقايي هیوادونو ته په سفرونو کښې تل په دغه ټکي ټینګار کوي چې پاریس د تاسو دښمن نه دی.

خو فرانسه په خپلو پخوانیو مستعمره هیوادونو کښې د خپلې څیرې د ښه کولو لپاره په ځنډ سره د افریقا په ځوانانو کښې د خپلې منفورې او د استعماري څیرې د ترمیمولو په فکر کښې شوي ده.

داسې ځوانان چې په زیاتو اطلاعاتو او د ارتباطاتو په زیاتیدا سره په نړیوال ډګر کې د خپل هیواد د  مقام د ترلاسه کولو کوشش کوي.

په همدې دلیل په نړیوال ډګر او د کړکیچونو د ډیرو مرکزونو په وړاندې د تیرو کلونو په پرتله له افریقايي هیوادونو لا خپلواکه غږونه اوریدل کیږي.

له دې مخکې فرانسې هڅه کوله چې د «فرانکوفون» د هیوادونو د ټولنې په جوړولو سره فرانسوي ژبې هیوادونه او د فرانسې پخواني مستعمره هیوادونه د دغو هیوادونو په بدلونونو او فیصلو ترسره کولو کښې اغیز شیندونکی رول ولوبوي.

خو فرانسې په افریقايي هیوادونو کښې د خپلواکۍ د څپې له رامینځته کیدا وروسته هڅه وکړه په دغو هیوادونو کښې د دیکتاتورو حکومتونو په ملاتړ کولو سره هماغه راز د افریقايي هیوادونو د سرچینو د چورتالان کولو لپاره په هغوې باندې خپله سیاسي او اقتصادي سلطه وساتي.

د نولس سوه شپیتمې لسیزې وروسته فرانسه په افریقايي هیوادونو کښې دیرش کودتاګانې رامینځته کړي دي.

فرانسه هماغه ډول چې په اروپا کښې یې قدرت په  ځوړتیا او کمیدا دی په افریقايي هیوادونو کښې هم له مشکل سره مخامخ ده.

په همدې دلیل د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په افریقايي هیوادونو کښې د فرانسې په هکله په زیاتیدونکي غصې باندې اعتراف سره له افریقا سره د نوي انډوله ، متقابلو او د مسوولانه اړیکو د  رامینځته کولو غوښتنه کړي ده.

د فرانسې ولسمشر مکرون په دې خبرې باندې ټینګار سره چې افریقا د فرانسې د نفوذ ساحه نه ده وویل پاریس باید د افریقايي هیوادونو په وړاندې خاکساره ووسي او د هغوې خبرې واوري.