د اتلانتیک بحیرې د دواړو لورو تر مینځ کړکېچونه
تهران راډیو ـ شاید په ډېره موده کې داسي پېښه نه وي شوي چي په تېرو اوونیو کې، د امریکا او اروپا تر مینځ شخړې دومره زیاته شوې وي.
له یوې خوا څخه د امریکا نوی ولسمشر دونالد ټرامپ د کاناډا د ځمکې د نیولو او د ډینمارک د ګرینلنډ ټاپو د نیولو لپاره جدي اظهارات کړي او له بلې خوا بیا امریکایي سرمایه دار او د ټرامپ نژدې ملګری ایلان ماسک هڅه کوي چي په جرمني او انګلیس کې واکمن ګوندونه کمزوري او اپوزیسیون یې پیاوړي کړي. ایلان ماسک تر دې حده مخته تللی دی چي په خپله ایکس پاڼه کې په یوه ټوییټ کې نظرغوښتنه کړې ده چي ایا امریکا دې د انګلیس ولس د دې هیواد له ظالم حکومت څخه وژغوري که یه؟ د ماسک مقصد د انګلیس د کارګرو د ګوند حکومت دی.
په مقابل لورې کې بیا اروپایي مشرانو له جرمني څخه نیولې بیا تر انګلیس او فرانسې پورې، د خپلو هیوادونو په کورنیو چارو کې د ایلان ماسک لاسوهنې په زغرده غندلي دي او د دغو هیوادونو په ټاکنو باندې د اثر لپاره د ماسک هڅې بې ځایه بللي دي. دغه مینځ او مان کې ځینې سیاسي کارپوهان وایي چي امریکا کوښښ کوي په اروپا کې هم فاشیستي نظامونه واکمن کړي.
دا په داسي حال کې دی چي ډنمارک هم په زغرده د ګرینلند د ټاپو د رانیولو لپاره د ټرامپ وړاندیز سره مخالفت کړی دی.
د اطلس د بحیرې په دواړو لورو کې لفظي شخړو ته په کتو سره داسي ښکاري چي امریکا او اروپا په راتلونکو کې له کړکېچونو ډک پړاو په مخ کې لري. د امریکا په ۲۰۲۴ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی سیاسي بهیر چي د MAGA په نامه یادیږي د امریکا په ملګرو هیوادونو کې د کیڼ پالو او مینځلارو حکومتونو د نسکورولو او پر ځای یې د جمهوري غواړو او تندلارو ښي پالو ګوندونو د واکمنېدو په لټه کې دي. د MAGA یعني د امریکا بیا سترولو د بهیر هدف یوازې د امریکا په ملګرو هیوادونو کې د حکومتونو بدلون نه دی، بلکې هغوی غواړي داسي حکومتونه هلته واکمن کړي چي د خپلو هیوادونو د ګټو په وړاندې د امریکا د ګټو تامینولو ته اهمیت ورکړي.
دونالد ټرامپ په ښکاره توګه اروپایانو ته ګواښ کړی دی چي که له امریکا څخه لازیات تېل او ګاز وا نه خلي، امریکا ته د اروپایي توکو په وارداتو باندې به درنې تعرفې ولګوي. دغه تعرفې اروپایي تولیدوونکو ته سخت زیانونه ور اړولایشي، هغه هم په داسي حال کې چي اروپا د کرونا د وبا نه وروسته د اقتصادي فشارونو او د اوکراین د جنګ د امله د انرژیو د زیات قیمت له ننګونو سره لاس په ګرېوان دی.
ټرامپ او پلویانو یې هیله من دي چي اروپایانو د امریکا سختو شرطونو ته غاړه کښېږدوي او مخالفت نه وکړي. لیکن تر هغه پورې چي په اروپایي هیوادونو کې مینځلارې او یا هم کیڼ پال حکومتونه واکمن وي، د امریکایانو د دغه هدف پوره کېدل ستونزمنه بریښي، په دې خاطر د نړۍ تر ټولو بډایه او د ایکس د ټولنیزې شبکې مالک ایلان ماسک هم میدان ته ور دانګلی دی تر څو د اروپا د کیڼ پالو او مینځلارو حکومتونو په خلاف د تبیلغاتي جنګ په پیلولو سره، هغوی کمزوري کړي او د افراطي ښي پالو د واکمنېدو زمینه برابره کړي. تر اوسه پورې د امریکا دغه رویه د کاناډا په وړاندې بریالي شوې ده او د کاناډا د لومړي وزیر جاستین ټرودو د استعفا لامل شوی دی. ایلان ماسک هڅه کوي چي دغه کار له جرمني او انګلیس سره هم وکړي، ځکه چي د اروپا د اروپا کمزوري او وړوکې هیوادونو له دغه دوو مهمو هیوادونو سره له سلامشورو پرته، د ټرامپ له نویو پلانونو سره ملتیا نه کوي.
البته که ټرامپ او ایلان ماسک حتی په اروپایي هیوادونو کې د کیڼ پالو او مینځلارو حکومتونو په نسکورولو هم بریالي شي، ممکنه ده د اروپایي هیوادونو وګړې د ټرامپ او د ایلان ماسک اېدیالوژیو ته غاړه کښې نه ږدې. په دې خاطر وړاندوینې وایي چي په اروپا کې به مقاومت رامینځته شي چي په پایله کې به د اروپا او امریکا په تاریخې دوستانه اړیکو باندې ناوړه اثرات وکړي. سره له دې، د ماګا یا د لوی امریکا د بهیر پلویان په دې باور دي چي امریکا په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې دومره پیاوړې ده چي اروپایان تسلیمېدو ته مجبوره کړي او که داسي نه وشي نو د امریکا فوځي قدرت هم په اروپا باندې د فشار یو بل اړم کېدایشي.
په داشان حالاتو کې چي اروپا تر اوسه پورې ځان د روسیې له ګواښونو سره مخامخ بلله، اوس د امریکا د یرغلیزو او ګټه غواړې سیاستونو په وړاندې بې دفاع احساسوي، داسي سیاست چي د ۲۰۲۴ میلادي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرامپ په بریا سره، ورځ تر بلې یرغلیز او ګټه غواړې بڼه اخلي.