ټرمپ: له طالبانو څخه پوځي تجهیزات بیرته اخلو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i156538-ټرمپ_له_طالبانو_څخه_پوځي_تجهیزات_بیرته_اخلو
تهران راډیو ـ د امریکا منتخب ولسمشر وايي که طالبان غواړي مالي مرسته ترلاسه کړي نو باید پوځي تجهیزات بیرته ورکړي.
(last modified 2025-01-20T05:30:05+00:00 )
Jan 20, 2025 09:59 Asia/Kabul
  • ټرمپ: له طالبانو څخه پوځي تجهیزات بیرته اخلو

تهران راډیو ـ د امریکا منتخب ولسمشر وايي که طالبان غواړي مالي مرسته ترلاسه کړي نو باید پوځي تجهیزات بیرته ورکړي.

د فارس خبري اژانس په لیکنه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې غواړي په افغانستان کې پریښودل شوي پوځي تجهیزات بیرته ستانه کړي.

ټرمپ وویل، "ایا تاسو پوهیږئ چې مونږ طالبانو ته ملیاردونه ډالر ورکوو؟" خو زه وایم چې موږ به دا پیسې بیا ورنه کړو تر څو چې دوي زموږ پوځي تجهیزات بیرته نه وي ورکړي.

ټرمپ له دې مخکښې هم په وار وار طالبانو ته د مالي مرستو په لیږلو نیوکه کړې وه او د دې پروسې د بندولو غوښتنه یې کړې وه.

خو طالبان له دوي سره سره د امریکا مرستې ردوي او وايي چې دا مرستې نړیوالو ادارو ته ورکول کېږي.

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، د دغه هیواد رسنیو اعلان وکړ چې طالبانو ته د ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات ورکړی شوي دي.