ټرمپ له کومو کورنیو ننګونو سره مخ دی؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i156552-ټرمپ_له_کومو_کورنیو_ننګونو_سره_مخ_دی
تهران راډیو –  ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره په کورنیو چارو کې د کډوالۍ د سیاستونو د بدلولو او په امریکا او بهر کې د انفلاسیون د کمولو په برخه کې د سختو اقداماتو ترسره کولو په ژمنو سره پیل کړه.
(last modified 2025-01-21T03:50:45+00:00 )
Jan 21, 2025 08:17 Asia/Kabul
  • ټرمپ له کومو کورنیو ننګونو سره مخ دی؟

تهران راډیو –  ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ دوهمه دوره په کورنیو چارو کې د کډوالۍ د سیاستونو د بدلولو او په امریکا او بهر کې د انفلاسیون د کمولو په برخه کې د سختو اقداماتو ترسره کولو په ژمنو سره پیل کړه.

نوموړي په خپله پرانيستونکې وينا کې په بېلابېلو برخو کې د خپلو يو شمېر پروګرامونو يادونه وکړه او له دغه وینا وروسته يې د ولسمشر په توګه شاوخوا ٢٠٠ اجرايي فرمانونه لاسليک کړل، چې دا يو ريکارډ دى.

په کورني چارو کې، ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د خپلو پلانونو په سر کې د غیرقانوني کډوالۍ مخنیوی یاد کړی.

په دې برخه کې، هغه د مکسیکو په پوله کې ملي بیړني حالت اعلان کړ او ژمنه یې وکړه چې د کډوالۍ ځینې قوانینو په بدلولو سره به پناه غوښتونکو منلو ته اجازه ورکړي.

د ټرمپ په وینا، امریکا به بېرته اصلي حالات ته ولاړه شي او هغه څه به پای ته ورسېږي چې دی یې د امریکا پردی اشغال بولي.

له همدې امله، د متحده ایالاتو نوي ولسمشر د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې په متحده ایالاتو کې به ټول 18 میلیونه غیرقانوني کډوال وباسي او حتی یو غیرقانوني کډوال ته به اجازه ورنکړي چې د هېواد له پولو تیر شي.

دغه راز د ټرمپ اداره پلان لري چې هغه غیرقانوني کډوال وباسي چې په متحده ایالاتو کې یې جرمونه کړي دي.

خو د دغو ژمنو د عملي کېدو په اړه ګڼ شمېر  شکونه موجود دي.

 لومړی، د غیرقانوني کډوالو ویستل به تر هغه وخته پورې بریالي نشي، چې د متحده ایالاتو سویلي پوله په بشپړه توګه د غیرقانوني کډوالو د راتګ پرمخ تړل شوي نه وي، دغه راز تجربې ښودلې چې د انسان د قاچاق تنظیم شوي ډلې اکثرا د سرحدي سختیو په پرتله خورا پیاوړي دي، نو اټکل کیږي، چې د سرحدي دیوالونو د جوړولو په شمول د دوی د فعالیتونو مخه هم ونیول شي.

له بلې خوا، امنیتي، قضايي، لوژستیکي اسانتیاوې او تر ټولو مهمه دا چې له دغه هېواد څخه د میلیونونو کسانو د نیولو، توقیف او شړلو لپاره د امریکا مالي توان کافي نه دی او که د ټرمپ د ادارې پلانونه همداسې وي، په دې برخه کې د دې اړتیا لیدل کیږي چې د بشري سرچینو او دولتي بودیجې په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

دا وضعیت د ټرمپ د ادارې له یوه بل هدف سره په ټکر کې دی، چې غواړي د حکومت عامه لګښتونه کم کړي او د همدې هدف لپاره به د "د حکومت د موثریت دفتر" جوړ شي، چې مشري به یې تر  ټولو شتمن شخص ایلون ماسک کوي.

سربیره پردې ، تمه کیږي چې د ټرمپ د دوهمې ادارې د کډوالۍ ضد برنامې به په متحده ایالاتو کې د قانوني ادارو او د بشري حقونو مدافعینو ننګونو سره مخ شي او په محکمو کې به د هغه ادارې ته د شکایتونو سیلاب واستوي.

د انفلاسیون د کمولو په برخه کې هم ستونزې شته، چې د ټرمپ یوه بله ژمنه یې په خپله پرانیستونکې وینا کې کړې وه. د دې حقیقت په شمول چې اساسا محافظه کار فکر غواړي د بازار په تنظیم کولو کې د حکومت رول کم کړي او د ټرمپ پلان له دې سره په ټکر کې دی.

همدارنګه، که ټرمپ وغواړي د امریکا د سوداګریزو شریکانو پر وړاندې د تعرفې جګړه پیل کړي، امریکا ته د وارد شویو توکو او خدماتو بیه به لوړه شي، ځکه چې دا ډول محصولات د امریکا په لوی اقتصاد او د خلکو په ژوند کې مهم رول لوبوي.

په همدې حال کې که د امریکا سوداګریز شریکان پر دغه هېواد د تعرفې د لګولو پر وړاندې غبرګون وښیی، د امریکا صادرات به هم زیانمن شی او پایلې به یې پر امریکایی تولیدونکو اغېزې وکړی.

په هرصورت، د 2024 ټاکنیز کمپاین په جریان کې، او همدارنګه د خپلې دویمې ولسمشرۍ دورې په پیل کې،  ټرمپ داسې ژمنې کړې چې ترلاسه کول به یې اسانه نه وي.

له همدې امله که ټرمپ ونه توانیږي دغه ژمنې په ځانګړې توګه د ناقانونه کډوالو او د توکو د بیو د راټیټولو په برخه کې پوره کړي او د خلکو رضایت تر لاسه کړي، کیدای شي د نارضایتي له څپې سره مخ شي او د راتلونکي کال په منځمهاله ټاکنو کې له درنې ماتې سره مخ شي.

دغه ټاکنې د امریکا د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په برخلیک پرېکنده اغېزه لري.