اسرائیلي رژیم ته د اردوغان د تیلي مرستو اسناد افشا شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i156562-اسرائیلي_رژیم_ته_د_اردوغان_د_تیلي_مرستو_اسناد_افشا_شول
پارس ټوډې – د ترکیې د پارلمان یوه غړي په دې وروستیو کې د سپوږمکۍ انځورونه او د سمندري ډیټا اسناد چې له صهیونیسټي رژیم سره د ترکیې د تیلو مرستې ثابتوي، د دې هېواد په پارلمان کې نندارې ته وړاندې کړل.
(last modified 2025-01-21T04:59:41+00:00 )
Jan 21, 2025 09:28 Asia/Kabul
  • اسرائیلي رژیم ته د اردوغان د تیلي مرستو اسناد افشا شول

پارس ټوډې – د ترکیې د پارلمان یوه غړي په دې وروستیو کې د سپوږمکۍ انځورونه او د سمندري ډیټا اسناد چې له صهیونیسټي رژیم سره د ترکیې د تیلو مرستې ثابتوي، د دې هېواد په پارلمان کې نندارې ته وړاندې کړل.

د ترکیې د پارلمان د یوه غړي «ګرګرلي اوغلو» د څرګندونو د یوې وېډیو له مخې چې په مجازي فضا کې ډېره لیدل شوې ده، ترکیه لا هم اسرائیلي رژیم ته د تیلو له اصلي عرضه کوونکو څخه دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، «ګرګرلي اوغلو» د تېر ډسمبر په نیمایي کې د ترکیې په پارلمان کې وویل: زموږ کښتیو د خپل موقعیت، لېږدوونکي بندول او داسې یې څرګندول چې ګواکې ایټالیا ته ځي؛ خو موږ د سپوږمکۍ انځورونه وڅېړل چې د (Nissos Delos) او (Seavigor) د تېلو لېږدوونکې بېړۍ د اشغال شویو سیمو د "حیفا" او "اشدود" بندرونو ته تللې دي.

د دې څرګندونو ویډیو روانه اونۍ خورا زیاته په مجازي نړۍ کې خپره شوه.

له دې مخکې هم د ترکیې د احصایې د دفتر د راپور له مخې، د ولسمشر رجب طیب اردوغان حکومت پر غزې د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه حملو په لړ کې، دغه رژیم ته وسلې خرڅې کړې وې.

تركيه لومړنى مسلمان هېواد دى چې اسرائيلي رژیم يې په رسميت وپېژانده او دوه اړخيزې اړيكې ورسره ټينګې كړې.

د تركيې او صهيونيسټي رژيم دوه اړخيزه اړيكې په ۱۹۴۹ كال كې عادي شوې، چې وروسته کلتوري، تجارتي او حتي پوځي سطحو ته ورسېدې.

د ترکیې ولسمشر اردوغان هم لومړنی مسلمان مشر وو، چې د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې یې د صهیونیزم د بنسټګر، تیودور هرتزل له قبر څخه لیدنه وکړه.