افریقايي هیوادونه باید امریکا ته معدني مواد ورنکړي
(last modified Tue, 04 Feb 2025 10:39:10 GMT )
Feb 04, 2025 15:09 Asia/Kabul
  • افریقايي هیوادونه باید امریکا ته معدني مواد ورنکړي

ایرنا خبري اژانس د جنوبي افریقا د« میل اینډ ګارډین» ورځپاڼې په قول وویل د جنوبي افریقا د معدني او د تیلي سرچینو وزیر «ګوده مانتاشه»

نن د افریقا په معدنونو کښې د پانګونې په درې دیرشم کانفرنس کښې چې په کیپ ټاون ښار کښې ترسره شو د افریقايي هیوادونو د اقتصادي ضرورتونو په څنګ ته کولو کښې د لویدیځو هیوادونو په اقدام نیوکه وکړه.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې افریقايي هیوادونه باید د امریکا د ګواښونو په مقابل کښې شاتګ ونکړي وویل که چیرې امریکا مونږ ته پیسې رانکړي نو راځئ چې هغوې ته معدني مواد ورنکړو. مونږ سوالګران نه یوو. راځې له دغه نعمت څخه په خپله ګټه استفاده وکړو او که چیرې زمونږ لویه وچه د ویرې په وجه فلج شي نو له دړې وړې کیدا سره به مخامخ شو.

د امریکا ولسمشر ټرامپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ سوشل ټروت کښې وویل جنوبي افریقا ځمکې مصادره کوي او د خلکو له خاصو پرګنو سره ډیر بد چلند کوي.